1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

IISS :د ناټو د پراختيا لپاره بايد هڅي و نسي

۱۳۸۷ شهریور ۲۹, جمعه

په لندن کي دستراتيژي مطالعاتو دپاره دنړيوال انستیتوت IISS، په عقیده دې ته به اړتيا نه وي چي په هره بيه دناټو ددفاعي تړون دپراختيا لپاره هڅي وسي.

https://p.dw.com/p/FLTG
د شمالي اطلس د دفاعي تړون يا ناټو نښان
د شمالي اطلس د دفاعي تړون يا ناټو نښانانځور: NATO

دقفقاز دلانجې راپدیخوا، د امنيتي چارو کارپوهان په دې نظر دي چي دناټو د پراختيا لپاره هڅه بايد په هره بیه ونسي. او دوی داهم وايي چي دقفقاز په لانجه کي د روسيې او دناټو دغړيو هیوادونو ترمنځ دنظريو دتوپر سره سره بياهم بايد چي دناټو دفاعي تړون دروسيې سره خپلي اړیکي وساتي.

په لندن کي دستراتيژي مطالعاتو دپاره دنړيوال انستیتوت IISS مشر John Chimpman ددغه علمي انستيتوت په کلني رپوټ کي، چي پنجشنبې په ورځ په لندن کي خپور سوی، ليکلي چي دناټو دپراختيا سياست بايد په اصطلا د روسيې ددولت دلوبي بڼه غوره نه کړي. او ددې پر ځای چي دناټو دفاعي تړون ددغي ټولني دپراختيا لپاره هڅي کوي ښه به داوي چي په لومړي سرکي دخپلو اوسنيو غړيو دملاتړ لپاره ډيرکار وکړي.

دلندن دستراتيژي مطالعاتو دنړيوال انستیتوت په کلني رپوټ کي چي د strategic suvey په نامه يادیږي لیکل سوي چي لويدیځ هیوادونه بايدپر دې موضوع باندي ژور فکر وکړي چي دوی په نړۍ کي د روانو لانجو او شخړو له امله لکه دايران اټومي لانجه يا دافغانستان دمسلې په اړوند څومره دروسيې سره ګډکار ته اړتيالري.

په دغه کلني رپوټ کي ګورجستان ته ګوته نيول سوې او ويل سوي چي ګورجستان له دغه هيواد څخه دجلاسوي ولايت جنوبي اوسيتيا په مسله کي بې مسولیته برخورد کړی او له روسيې سره يې په جګړه پيل کړی دی،نو دلته داپوښتنه رامنځ ته کيږي چي آيا ګورجستان په راتلونکي کي دناټو يو بامسوليته غړی بلل کيدای سي او که ځنګه؟

د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويدف او د فرانسې جمهوررييس نيکولای سرکوزي په مسکو کي
د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويدف او د فرانسې جمهوررييس نيکولای سرکوزي په مسکو کيانځور: AP

او داپوښتنه يو ه اساسي او معقوله پوښتنه بلل کيږي. لکه څنګه چي ښکاري ګورجستان پخپل دې کار سره په ناټوکي خپل دغړيتوب چانس کم کړی. او اروپايي ټولنه يو اساسي دليل په لاس کي لري چي ووايي. دناټو ددفاعي تړون دستراتيژي دلچسپيو په اساس دغه ټولنه کولای سي خپل دپراختيا پر سياست باندي نوی نظر وکړي.

او داخبره د اوکراين په برخه کي هم د اعتبار وړ بلل کيدای سي ځکه چي په دغه هیواد کي هم ډیری وګړي له دې سره مخالف دي چي اوکراين دي دناټوغړيتوب تر لاسه کړي. او له بله پلوه که چيري دناټو د پراختيا سياست ته همداسي دوام ورکړل سي نو ددې خطر هم سته چي دلويديځو هيوادونو ترمنځ هم ويش او اختلافات رامنځ ته سي.

له بله پلو ه په دغه رپوټ کي داهم ويل سوي چي د آګست په مياشت کي دګورجستان په لانجه کي د روسيې غبرګون په حقه نه و او روسيې په دغه مسله کي ډیرسخت او بې تناسبه غبرګون ښودلی دی. خو دروسيې داکار ددې دليل نسي کيدای چي موږ دسړې جګړې په لوربيا له سره ګام واخلو.

د پنجشنبې دماښام راهيسي دناټو ددفاع وزيران په لندن کي په غیر رسمي ډول سره راټول سوي او دوی په دغه کتنه کي دقفقاز پر لانجه باندي هم خبري کړي.