1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

عمران خان د بلوا له ویرې احتجاجي مارش لغوه اعلان کړی

۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبه

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې په دغه هیواد کې د تر وخت مخکې ټاکنو له پاره مبارزه کوي د پلازمېنې اسلام آباد پر لور پلان شوی احتجاجي لاریون د ګډوډۍ رامنځته کیدو او بلوا له ویرې لغوه کړی دی.

https://p.dw.com/p/4K8mZ
Pakistan | Imran Khan Demonstration in Lahore
انځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د شنبې (د نومبر میاشتې ۲۶ نیټه) په ورځ په راولپنډۍ کې چې له پلازمېنې اسلام آباد څخه ډیر لیري نه دی، خپلو زرګونو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل چې په دې توګه دغه هیواد یوازې ناکامه کیدلی شي.

وروسته له دې چې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د یوې احتجاجي مظاهرې پر مهال دغه ۷۰ کلن سیاستوال په ډزو ټپي شو، دا لومړی ځل دی چې نوموړی د خلکو په عام محضر کې را څرګندیږي. 

اړوند: عمران خان تر ټپي کېدو وروسته بیا خپل اعتراضونه پیل کړي

د پولیسو یوه چارواکي د جيو ټي وي شبکې ته وویل چې په راولپنډۍ کې د دغو مظاهرو د امنیت له پاره شاوخوا ۱۰ زره پولیس ګمارل شوي وو.

خان پر اوسني لومړي وزیر شهباز شریف او یوه لوړپوړي پوځي چارواکي تور لګولی دی چې د ده د وژلو امر یي ورکړی وو. خو دغو دواړو چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.

عمران خان د اپریل په میاشت کې د دغه هیواد د پارلمان په منحل کولو سره هڅه کړې وه چې د ده پر وړاندې د نه باور رایې مخه ونیسي. خو سترې محکمې له خپل صلاحیت څخه په کار اخیستنې سره پارلمان بیرته برحاله کړ او د پارلمان غړو عمران خان ته د بې باورۍ رایه ورکړه او شهباز شریف یي د هغه ځای ناستی وټاکه.

اړوند: د پوځ په هکله د خان نوي بربنډونې، حقايق که سياسي چل ول؟

له هغه وخت راهیسې خان څو ځله مظاهرې را وبللې چې په ترڅ کې یي تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه کړې ده.

په ۱۹۴۷ م کال کې له بریتانیې څخه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته راهیسې په دغه ۲۲۰ میلیونه نفوس لرونکي هیواد کې تر اوسه پورې هیڅ کوم لومړي وزیر خپله کاري دوره نه ده بشپړه کړې.

خان د دغه هیواد په تاریخ کې لومړنی لومړی وزیر دی چې د بې باورې د رایو په وسیله یې حکومت پای ته رسول شوی دی. د پاکستان د تاسیس راهیسې نږدې نیمایي وخت پوځ پر دغه هیواد حکومت کړی او درې ملکي حکومتونه یي را نسکور کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص