1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ISI: د بن لادن په موندلو کې مو مرسته کړې وه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۹, شنبه

واشنگټن پوست ویلي دي چې د پاکستان استخباراتي اداره (ISI) وایي چې د امریکا متحده ایالاتو له اسخباراتي ادارو سره ئې د اسامه بن لادن د پټنځای په مندلو کې مرسته کړې وه.

https://p.dw.com/p/14mNf
انځور: AP

د پاکستاني د استخباراتي ادارې یوه غړي چې نوم ئې نه دئ بربنډ شوی، د واشنگټن پوست ورځپانې ته ویلي دي چې په حقیقت کې د اسامه د پټنځای په اړه معلومات د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا ورکړل شوي ول.

د القاعدې ترهگرې شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن، د ۲۰۱۱ کال د مې د میاشتې پر دویمه نیټه پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه د یوې پوځي چاوڼۍ تر څنگ د خاصو امریکایي پوځیانو په یوه برید کې په خپل کور کې ووژل شو.

ورځپاڼه د نوموړي چارواکې په حواله وایي: «د نړۍ په هره برخه کې پر القاعدې باندې گذار، زموږ په مرسته شوی دئ.»

دې ورځپانې په خپل رپوټ کې د یوه بل چارواکي په حواله هم خبرې لیکلي دي. د چارواکي ادعا کړې ده چې د اسامه بن لادن په شمول د القاعدې د ترهگرې شبکې د لوړ پوړو غړو د پیدا کولو په عملیاتو کې ئې برخه درلودله. چارواکي ویلي دي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) د امریکا استخباراتي ادارې (CIA) ته د القاعدې د یوه قاصد د گرځنده تیلیفون شمیره ورکړې وه. د ورځپاڼې په خبره د القاعدې دې غړې د ځان له پاره احمد الکویتي نوم غوره کړی وو.

د رپوټ په حواله د پاکستان استخباراتي ادارې د ۲۰۱۰ کال په نومبر میاشت کې دا شمیره او ځينې نور معلومات د امریکا استخباراتي ادارې ته ورکړې ول. ښایي امریکا د همدې معلوماتو په مرسته د اسامه بن لادن پټن ځای موندلی وي.

ورځپاڼې د پاکستان د استخباراتي ادارې د دې چارواکي په حواله لیکلي دي چې له هغه وروسته چې پاکستان امریکا ته دا شمیر ورکړه نو امریکا له دوی سره نور معلومات شریک نه کړل:
«هغوی پر دې پوهیدل چې دا شمیره د چا ده. خو نور ئې له موږ سره همکاري قطع کړه.»

دا په داسې حال کې ده چې د ورځپاڼې په خبره امریکايي چارواکو د پاکستان دغه ادعا رد کړې ده. واشنگټن پوست د یوه امریکایي چارواکي په حواله چې نوم ئې نه دې بربنډ شوی لیکلي دي چې امریکا د گرځنده تیلیفون دا شمیره د پاکستان د استخباراتي شبکې له خوا نه وه تر لاسه کړې.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش