1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وکيلان: ترمپ د ۴۵۴ مليونو ډالرو ضمانت نشي برابرولای

۱۴۰۲ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

د دونالد ترمپ وکيلانو ويلي دي چې مؤکل يې د تېرايستنې د تور په يوه قضيه کې د محکمې لخوا غوښتل شوې د ۴۵۴ مليونو ډالرو ضمانت نشي برابرولای.

https://p.dw.com/p/4dtsh
USA, New York | Trump Prozess
په نيويارک کې د دونالد ترمپ د محاکمې انځورانځور: Elizabeth Williams/AP/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديد او د دغه هيواد پخواني ولسمشر، دونالد ترمپ وکيلانو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۹ نېټه) ويلي چې مؤکل يې ضمانت نشي برابرولای. د رويترز خبري آژانس د خبر له مخې وکيلانو ويلي دي چې په نيويارک کې د يوې روانې حقوقي دعوې په ترڅ کې له ترمپ څخه ۴۵۴ مليونه ډالره ضمانت غوښتل شوی، چې هغه يې نشي وړاندي کولای.

د نيويارک په محکمه کې دغه قضيه د تېرايستنې د تورونو په هکله ده. د دې لپاره چې ترمپ د محکمې د لومړۍ فيصلې پر ضد بلې لوړې محکمې ته مراجعه وکولای شي، ورڅخه پخپله د ضمانت په توګه د پيسو وړاندې کولو غوښتنه شوې او يا دا چې بله کومه مرجعه د ده پر ځای په ياد حجم ضمانت په غاړه واخلي.

له ۳۰ بيلو ضمانتي شرکتونو څخه د انکار جواب

خو د ترمپ وکيلانو ويلي دي چې مؤکل يې له ۳۰ بيلو ضمانتي شرکتونو څخه د انکار ځواب ترلاسه کړی دی. وکيلانو دغه څرګندونې د مرافعې يوې محکمې ته په ليک کې کړي دي. وکيلانو ويلي دي چې اکثريت ضمانت کوونکي تر ۱۰۰ مليونو ډالرو څخه د زيات حجم ضمانتونه نه کوي. په وينا يې دغه شرکتونه له ياد حجم څخه د زیاتو پيسو په بدل کې د جايدادونو گرو اخيستل هم نه مني. وکيلانو له اړونده محکمې غوښتي دي چې يا خو دې د ضمانت وړاندي کولو لپاره موده وغځوي او يا دې د ضمانت لپاره د پيسو حجم و ۱۰۰ مليونو ډالرو ته راکم کړي.

په دغه قضيه کې پر ترمپ تورونه لگول شوي چې ګواکې له قرضه ورکونکو څخه د پور اخيستلو لپاره يې د خپل جايداد قيمت تر حقيقت ډېر لوړ ښودلی و.

ترمپ د روان کال د فبروۍ مياشتې په منځ کې د محکمې لخوا د ۳۵۴،۹ مليونو ډالرو جريمه او د ياد مقدار پيسو په سود ورکولو مجازات شوی و. د وخت په تېرېدو سره په دغه حجم پيسو کې د سود پيسې نورې هم په تدريجي توګه اضافه کيږي. د فبرورۍ په ۲۳مې نېټي محکمې ترمپ ته د ۳۰ ورځو وخت ورکړی و چې په ياد مقدار پيسې ورته په ضمانت کې وړاندې کړي. دغه ميعاد د مارچ په ۲۵تاريخ پای ته رسېدونکی دی.

USA, New York | Trump Prozess | E. Jean Carroll verlässt das Gericht
پر دونلد ترمپ باندې د ليکوالې جين کېرول لخوا هم دعوه شوېانځور: Angela Weiss/AFP/Getty Images

د قرضه ورکوونکو د تيراستلو تورونه

د يادې محکمې قاضي دا ثابته شوې بللې وه چې ترمپ د خپلو شتمنيو حجم تر اندازې زيات ښودلی و چې ورته قرضه ورکوونکي تېرباسي. ترمپ څو ورځې تر مخه د ۹۶،۱ مليون ډالرو ضمانت په يوه بله قضيه کې وړاندي کړی و. پر هغه تور دی چې په ۹۰لسيزه کې يې له ليکوالې اې جين کېرول څخه ناوړه جنسي ګټه اخيستې وه. د دغې قضيې سره غبرګه د شهرت ته زيان رسولو قضيه هم تړلې وه. ترمپ په دواړو قضيو کې ځان بېګناه بولي او ورباندې لګول سوي تورونه يې په تکراري توګه رد کړي او د محکمو د فيصلو پر ضد يې و مرافعې ته د تلو اعلان کړی دی.

د فوربس په نوم مجله اټکل کوي چې د دونالد ترمپ شتمنۍ به تقريبا د ۲،۶ ملياردو ډالرو په حجم ارزښت لري. ترمپ لږ وخت تر مخه د خپلو نقدو شتمنيو حجم تقريبا ۴۰۰ مليونه ډالره ښودلی و. تنقيد کوونکي پر ترمپ تور لگوي چې دغه قضيې يې ځنډنۍ کړي دي او د روان کال په نوامبر کې د تر سره کېدونکو ټاکنو پورې يې معطله کړي دي. يو نظر پوښتنې ښودلې چې که ترمپ د قضايي هيت يا ژيورۍ لخوا پړ وبلل شي، نو څلورمه برخه د هغه د ګوند غړي او نيمه برخه بېطرفه کسان وايي چې هغه ته به رايه ورنکړي.

په نظر پوښتنو کې څرگنده شوې چې ترمپ او جو بايدن دواړه په يو مقدار د رايو ترلاسه کولو امکانات لري. دواړه کانديدان په مقدماتي ټاکنو کې له برياوو څخه برخمن شوي دي.

آ./ا.ا./ب.ص.