1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لیبیا: شپږ تنه مهاجر له زندانه د تیښتې په هڅه کې وژل شوي

۱۴۰۰ مهر ۱۷, شنبه

د جمعې په ورځ د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې له یوه زندان څخه چې تر ظرفیت ډیر مهاجر بندیان په کې ساتل کیدل، شپږ تنه مهاجر په داسې حال کې وژل شوي چې د تيښتې هڅه یې کوله.

https://p.dw.com/p/41TFS
Libyen Schießerei in libyschem Haftzentrum nach Übergriffen von Migranten
انځور: Ayman Al-Sahili/REUTERS

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د لیبیا د څانګې مشر فیدیریکو زودا، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې څارونکو پر خلکو ډزې کړي دي. د نوموړي سازمان په حواله په دې پيښه کې شل تنه نور ټپیان شوي دي. په سلګونو نور بیا د ګډوډیو پر مهال په تیښته بریالي شوي دي.

سیمه ایزو رسنیو د لیبیا د کورنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په نقل ویلي دي چې کیدای شې په دې ترڅ کې شاوخوا ۲۰۰۰ مهاجر تښتیدلي وي.

په انټرنټ کې په خپره شوې ویډیو کې په سلګونو کسان لیدل کیږي چې له یوه اغزن سیمي دیوال څخه سړک ته تیریږي. په همدې منځ کې یو مهاجر شعارونه ورکوي چې آزادي! آزادي!

وروسته بیا د فرانسې خبري آژانس یوه خبریال لږ تر لږه ۱۴۰ تنه ولیدل چې د امنیتي ځواکونو له خوا بیرته نیول شوي و. دوی بیرته په بسونو کې راوستل شوي و. د بشري حقونو نړیوال سازمان د امنیتي ځواکونو دغه «غیر قانوني خونړی تاوتریخوالی» غندلی دی.

په اوس وخت کې په دغه اغیزمن شوي زندان «المباني» کې شاوخوا ۳۰۰۰ مهاجر بندیان موجود دي چې اکثره یې د جنوب صحرایي هیوادونو څخه دلته راوستل شوي دي. شاوخوا یو پر دریمه برخه د دوی د زندان د مرکزي ودانۍ څخه دباندې اوسیږي.

اصلاً د زندان دغه ودانۍ د ۱۰۰۰ تنو بندیانو له پاره جوړه شوې ده. د مهاجرت نړیوال سازمان په دغه زندان کې چې تر ګنجایش ډیر بندیان په کې ساتل شوي دي د ژوند کولو «وحشتناکه» شرایط غندلي دي.

دا پيښه یوه اونۍ وروسته له هغې رامنځته کیږي چې امنیتي ځواکونو په طرابلس کې د پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې، تر ټولو دمخه غیر قانوني مهاجر په نښه کول. په دې ترڅ کې شاوخوا ۴۰۰۰ انسانان ونیول شول.

د ملګرو ملتونو سازمان په وار وار په دغه جګړه ځپلي هیواد کې «په خودسرانه ډول د مهاجرو» پر نیولو انتقاد کړی دی.

مهاجر په دغه زندان کې تر ګنجایش زیات ازدحام، ولږه، شکنجه او د مناسبو طبي امکاناتو د نشتوالي رپوټونه ورکوي. دغه زندان ډیري وختونه د ملیشه و له خوا اداره کیږي، نه د دولتي چارواکو له خوا.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح