1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مدیترانې سمندر کې د مهاجرو دوې کښتۍ ډوبې شوي دي

۱۴۰۱ دی ۱۱, یکشنبه

د چارواکو او رسنیو د رپوټونو په حواله په مدیترانې سمندر کې د مهاجرو د دوو کښتیو د ډوبیدو په پيښه کې لږ تر لږه ۱۷ تنه مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۲۰۰ ډیر نور بیا ژغورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Lc2j
Migration im zentralen Mittelmeer -  Ein Holzboot mit etwa 30 Menschen
انځور: Daniel Kubirski/picture alliance

مراکشي رسنیو د دغه هیواد په ساحل کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې د ۱۳ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. د «Hespress» خبري انټرنټ پاڼې د جمعې په ماښام خبر ورکړی دی چې د دغې کښتۍ ۲۵ تنه مسافر ژغورل شوي او ۸ تنه نور یي لادرکه دي.

د لبنان هیواد پوځ په حواله د شنبې په ورځ د لبنان په ساحل کې د یوې بلې کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې بیا ۲ تنه وژل شوي دي. د لبنان د پوځ په حواله شاوخوا ۲۰۰ مهاجر وروسته له هغې وژغورل شول چې د دغو مهاجرو لیږدونکې کښتۍ د لبنان په شمال ساحل کې ډوبه شوه.

د مهاجرو ډکي کښتۍ ته د لنګر اچولو اجازه ورکړل شوې

د فرانسې خبري آژانس د خبریال په وینا د ژغورل شوو کسانو په لسګونو خپلوانو او عزیزانو د ترابلس په بندر کې د هغوي راتګ ته انتظار کولو. د AFP په حواله په کښتۍ یوازې شاوخوا ۵۰ تنه یي د لبنان هیواد او نور اکثریت يي سوریايي مهاجر ول.

د ساحلي ګارد یا ساتونکو په حواله د لیبیا ساحل ته نږدې یوه کښتۍ چې ۶۵۰ تنه مهاجر په کې سپاره ول تر نیول کیدو وروسته بیرته ساحل ته ستنه کړای شوې ده. د لبنان ساحلي ګارد د شنبې په ورځ خبر ورکړل چې په دغې کښتۍ کې تر ټولو ډیر د بنګله دیش، سوریې او مصر هیوادونو اتباع ول.

هر کال په لسګونو زره انسانان کوښښ کوي چې له لیبیا څخه د مدیترانې سمندر له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي. د لیبیا چارواکي، قاچاقبران او ملیشه په پرله پسې ډول مهاجر نیسي او په کمپونو کې یي ساتي. دغه هیواد له مهاجرو سره د چلند له کبله په دوامداره توګه له انتقادونو سره مخامخ دی.

د بشري حقونو ډلې د انساني قاچاقبرانو له خوا او په حکومتي توقیف ځایونو کې له مهاجرو سره ترسره کیدونکي وحشتناکه چلند رپوټونه ورکوي. چارواکي او د حکومت له خوا ګمارل شوي وسله والې ډلې، په پرله پسې ډول د مهاجرو پر شکنجه کولو، جنسي تیري او ناوړه چلند تورن شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا