1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په میانمار کي له مظاهره کوونکو سره د پوليسو سخت چلن

۱۳۹۹ بهمن ۲۱, سه‌شنبه

په میانمار کي د پوځي کودتا پرضد د احتجاجونو په څلورمه ورځ، پولیسو د مظاهره کوونکو پر وړاندي خپل چلند لاپسي سخت کړ. ویل کیږي چي چارواکو ددغو مظاهره کوونکو پر وړاندي له ربړي مرمیو او اوښکي بهوونکي ګازه څخه کار اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/3p6XD
Myanmar Proteste nach Militärputsch
انځور: REUTERS

په میانمار کي د پوځي کودتا پرضد د احتجاجونو په څلورمه ورځ، پولیسو د مظاهره کوونکو پر وړاندي خپل چلند لاپسي سخت کړ. یوه عیني شاهد د سه شنبې په ورځ وویل چي چارواکو ددغو مظاهره کوونکو پر وړاندي له ربړي مرمیو او اوښکي بهوونکي ګازه څخه کار اخیستی دی.

د نظامي رهبرۍ «خونتا» پر خبرداریو سربیره، مظاهره کوونکو بیا هم د نیول سوي هونګ سان سوچي، چي عملاً د حکومت مشره وه، د آزادیدو او دیموکراسۍ ته د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه.

هغوی د سه شنبې په ورځ په رنګون کي د ديموکراسۍ د ملي لیګ په نامه د ګوند مرکز ته نژدې سره راټول سوي ول. مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چي «موږ بیرته خپله مشره غواړو. او نه کوم دیکتاتور.» د سان چاونګ په سیمه کي په لسونو ښوونکي سړکونو ته راووتل او د احتجاج په توګه یې خپلي درې ګوتي پورته نیولي وې.

د ماندالای په دوهم لوی ښار کي د مظاهره کوونکو یوه عینی شاهد رپوټ ورکړی چي چارواکو په هدفمندانه ډول د ددغه ګوند د بیرغ لرونکو مظاهره کوونکو پر وړاندي اوښکي بهوونکی ګاز وکاروه.

په مرکز نایپیداو کي پولیسو پر مظاهره کوونکو ربړي مرمۍ فیر کړې او اوبه یې پر وپاشلې. یوه بل اوسیدونکي بیا وویل: «هغوی دوه واره د خبرداري په ډول هوايي او بیا یې پر مظاهره کوونکو فیرونه وکړل چي په نتیجه کي یې خلک ټبیان هم سول».

نوي نظامي رهبرۍ دوامداره مظاهرو ته په کتو سره، د دوشنبې په ورځ ددغه هیواد په ډیریو برخو کي جنګي قانون نافذ کړ او مظاهرې یې منع اعلان کړې. همدارنګه یې د شپې له خوا هم پر تګ راتګ باندي بندیز ولګاوه.

زیاترو هیوادونو د نظامیانو پر دا ډول چلند باندي انتقاد کړی دی. نیوزیلند د سه شنبه په ورځ د لومړني هیواد په توګه له میانمار سره خپلي پوځي او سیاسي اړیکي قطع کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا به هم د جمعې په ورځ د میانمار په اړه ځانګړې غونډه راوغواړي. د نوموړي شورا په حواله اروپايي ټولني او بریتانیا ددغه ډول غونډي د جوړیدو غوښتنه کړې ده.

 (G.P, N.Z(AG