1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا: پلوسي د «نړۍ د سولې لوټماره» ده

۱۴۰۱ مرداد ۱۵, شنبه

شمالي کوریا د امریکا د کانګرس مشره نانسي پلوسي د نړیوالې د سولې او ثبات تر ټولو ناوړه لوټماره یا تخریبوونکې بللې ده. پیونګ یانګ پر هغې د شمالي کوریا ضد احساساتو تحریکولو او د چین د پارونې تور لګولی دی.

https://p.dw.com/p/4FD23
Nancy Pelosi hält Pressekonferenz in Tokio
انځور: Issei Kato/REUTERS

د امریکا د ګانګرس مشره نانسي پلوسي په روانه اونۍ کې د آسیا دورې پر مهال تر سویلي کوریا وروسته تایوان ته هم تللې وه، چې تر هغې وروسته چین د تایوان په تنګه یا ابناء کې غیر عادي پوځي تمرینونه پیل کړل. په دغو مشقونو کې د توغندیزو بریدونو روزنه او له جنګي بیړیو څخه د برید کولو تمرینونه هم شامل دي. 

چین وایي چې تایوان یي د هیواد یوه برخه ده او د اړتیا په صورت کې به هغه د زور په وسیله له خپل هیواد سره الحاق یا یوځای کړي.

پلوسي د سویلي کوریا د دورې پر مهال له شمالي کوریا سره د دغه هیواد له ګډې پولې څخه لیدنه وکړه او د سویلي کوریا د شورا له مشر کم جن پیاؤ سره یې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په هکله هم خبرې وکړې. دواړو اړخونو له اټومي وسلو څخه د دغه ټاپو د پاکولو او امنیت د ثبات په برخه کې د خپلو حکومتونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

«د نړیوال امنیت تخریبوونکې»

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو او اطلاعاتو د عمومي رئیس جو یونګ سام د سویلي کوریا له سرحد څخه د پلوسي لیدنه او د نوموړۍ له خوا د شمالي کوریا ضد څرګندونې غندلي دي.

جو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اگست مياشتي شپږمه نېټه) په خپره شوې یوه اعلامیه کې وویل: «پلوسي د چین له خوا د شدید انتقاد سربیره د سیمه ایز امنیت او ثبات د ویجاړولو له پاره تایوان ته راغلې وه او په سویلي کوریا کې د هغې د پاتې کیدو پر مهال له شمالي کوریا سره د ټکر رامنځته کیدو وضعیت رامنځته شوی و.»

جو «نړیوال امنیت او ثبات ته د پلوسي په تر ټولو خراب ویجاړوونکي» بللو سره وویل چې په سویلي کوریا کې د پلوسي چلند په څرګند ډول د شمالي کوریا اړوند د بایډن د حکومت د خسمانه تګلارې ښکارندویې کوي.

Reaktionen auf Pelosi Taiwan Besuch
انځور: Ann Wang/REUTERS

جو خبرداری ورکړ: «که هغه فکر کوي چې د کوریا له ټاپو څخه به روغ رمټ ووځي، نو دا به یي یوه لویه تیروتنه وي.» نوموړي زیاته کړه: «امریکا به د پلوسي له خوا د خپرې کړې ګډوډۍ ډیره لوړه بیه ادا کړي.»

په کشمکش کې زیاتوالی

په ۲۰۱۹م کال کې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا د کوریا سرحد څخه تر لیدنې وروسته پلوسي لومړنۍ لوړپوړې امریکایي چارواکې ده چې له دغې ګډې امنیتي ساحې څخه لیدنه کوي. ترمپ پر همدې سرحد د شمالي کوریا له واکمن کم جونګ ان سره ملاقات کړی و.

دا د نړۍ یو له تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې سرحدونو څخه دی چې د امریکا په مشرۍ د ملګرو ملتونو د قوماندې مرکز او سویلي کوریا له خوا په مشترک ډول څارل کیږي.

که څه هم نانسي پلوسي د سویلي کوریا د دورې پر مهال د شمالي کوریا پر ضد کومه سخته وینا نه ده کړې، خو د جنوبي کوریا د خپلې دغې دورې ډیر شمیر انځورونه یي ټویټ کړي دي. د امریکا ولسمشر او نور لوړپوړي چارواکي سویلي کوریا ته د امنیت په برخه کې د خپل هیواد د همکارۍ ډاډ ورکولو ژمنې د تائید له پاره کله ناکله له دې سیمې څخه لیدنه کوي.

په روان میلادي کال کې د شمالي کوریا له خوا د ډیر شمیر توغندیو تر آزمایل کیدو وروسته د کوریا په ټاپو کې کشمکش زیات شوی دی. د جنوبي کوریا او امریکا چارواکي وایي چې شمالي کوریا د اټومي وسلو د ازمایلو له پاره تیاری نیسي.

شمالي کوریا وایي تر هغه وخته پورې به د اټومي فعالیتونو د بندولو په اړه خبرو اترو کې ګډون ونه کړي او خپل اټومي پروګرام ته به پراختیا ورکړي، تر څو پورې چې امریکا د دغه هیواد پر ضد خپلو خسمانه تګلارو کې بدلون نه وي رامنځته کړی.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا.