1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د پاکستان تحصیلي بورسونو په ويش کې فساد شته؟

۱۳۹۹ آبان ۲۲, پنجشنبه

پاکستان هر کال افغان زده کونکو ته شاوخوا زر تحصیلي بورسونه ورکوي، خو ادعا داده چې ددغو بورسونو په ویش کې پراخ فساد کیږي. د بورسونو په ویش کې د فساد په اړه ادعاو ته د افغان او پاکستاني چارواکو ځوابونه څه دي؟

https://p.dw.com/p/3lCAE
Pakistan Studenten Klausur  University of Engineering and Technology
انځور: picture-alliance/Pacific Press

د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون کې د افغان زده کوونکو لپاره د سکالرشیپونو د پروژې مسؤل جهانزیب خان وزیر دویچه ویله ته وویل، د کال په زرو پاکستاني تحصیلي بورسونو کې ۸۰۰ یې لسانس، ۱۵۰ ماسټري او پاتې ۵۰ یې د دوکتورا یا PHD په کچه زده کړو په موخه ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه:«ددغو سکالرشیپونو لپاره په انلاین بڼه عریضه یا غوښتنلیک وړاندې کیږي، موږ بیا په کابل کې د پاکستان سفارت، دغه راز جلال اباد، کندهار، مزار شریف او نورو قونسلګریو کې ازموینې اخلو.»

د معلوماتو له مخې پاکستان دغه سکالرشیپونه هغو افغان زده کوونکو ته ورکوي چې په جنګ ځپلو سیمو کې ژوند کوي او لوړو زده کړو ته ډیر لږ لاس رسی لري.

په پاکستان کې میشت افغان خبریال عنایت الله کاکړ دویچه ویله ته وویل، چې د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې ډيری افغان زده کونکي د رسنیو او انټرنیټ اسانتیاو د نشتوالي له امله تل دغو بورسونو ته له نوم لېکنې پاتې کیږي.

د تحصیلي بورسونو په ویش کې فساد؟

ښاغلی کاکړ چې په پاکستان کې د پاکستاني تحصیلي بورسونو د ویش بهیر له نیږدې څاري زیاتوي چې د ډيری افغان زده کوونکو ادعا داده چې پاکستاني چارواکي د بډو په مقابل کې بورسونه غير مستحقو خلکو ته ويشي.

نوموړي وويل: «تر ټولو مهمه يې د ثبت نام، امتحان او انتخاب د پروسې پيچلتيا او په دې اړه د زده کونکو ناخبري ده.»

کاکړ زیاتوي چې د پاکستان لوړو زده کړو وزارت کې ددغو سکالرشیپونو لپاره ازموینه د پاکستان د ازموینو ملي اداره اخلي. د کاکړ پر وینا افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو پروژه په پاکستان کې دننه ترټولو شفافه اداره ګڼل کیږي، خو په دې برخه کې د فساد ادعاوو ته باید دواړه غاړې هم پاکستاني او هم افغان چارواکي ځواب ووايي.

هغه وويل: «د فساد تورونه ډیر د افغانستان په برخه کې دي، ځکه هلته داسې وکېلان دي چې د پاکستاني مقاماتو او یا د پاکستان د سفارت د مسؤلینو سره د شناخت له مخې خپل کسان انتخابوي او د خپلې خوښې پوهنځیو ته یې کامیابوي.»

Pakistan António Guterres besucht Lahore
انځور: Press information Department of Pakistan

خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، پاکستان افغان زده کوونکو ته تحصیلي بورسونه د لوړو زده کړو وزارت د شرطونو پر بنسټ نه ورکوي.

ددغه وزارت ویاند حامد عبیدي دویچه ویله ته وویل، څو ځله یې له پاکستانه غوښتي چې د بورسونو په ویش کې د شفافیت د تضمین لپاره خپلې چارې له دغه وزارت سره همغږی کړې. نوموړي زياته کړه:

«د پاکستان د بورسونو په ویش کې د فساد په اړه تورونو ته باید د پاکستان سفارت او یا هم په ولایتونو کې قونسلګری ځواب ووايي، ځکه ددغو بورسونو لپاره ازموینه او د انتخاب ټولې چارې په سفارت او قونسلګریو کې ترسره کیږي.»

خو د پاکستان لوړو زده کړو کمېسیون کې افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو د ویش پروژې مشر جهانزیب خان وزیر وویل، چې دلته پاکستان کې ددې پروژې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکوي. هغه زياته کړه:«قونسلګري او سفارت یواځې د امتحان لپاره استعمالیږي، دلته زمونږ سیستم د شفافیت او یو نظام پر بنسټ ولاړ دی، که چا سره د فساد په اړه ثبوت وي موږ ته دې وړاندې کړي.»

افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو په برخه کې یو ترټولو ستره غوښتنه دا هم ده چې ددغو بورسونو په ویش کې دې انډول په پام کې ونیسي.

هغه افغان ځوانان چې د هېواد په ناامنو ولایتونو کې اوسیږي، په بهر کې له لوړو زده کړو بې برخې دي او په دغسې مواردو کې یې هم حق تر پښو لاندې کیږي.

په پاکستان کې میشت افغان خبریال عنایت الله کاکړ دویچه ویله ته وویل، د پاکستان په تحصیلي بورسونو کې ډیری داسې کسان دلته راځي چې د هېواد له امن یا خوندې سیمو سره تړاو لري.

اسماعیل شاکر – کابل