1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د طالبانو په لاس د پاکستان د سرحدي سیمو د پریوتو ویره

۱۴۰۱ مرداد ۲۹, شنبه

په پاکستان کې د قبایلي سیمو اوسیدونکو د پاکستاني طالبانو پر ضد په اعتراض لاس پوری کړی دی. دوی ویره لري هسې نه چې پاکستاني طالبان شمالي وزیرستان تر خپلې ولکې لاندې راولي.

https://p.dw.com/p/4FomW
Entführung Taliban Pakistan
انځور: DW/Adnan Gran

هغو پاکستاني اتباعو چې د افغانستان سرحدي پولې ته نږدې سیمو کې ژوند کوي په دغو سیمو کې د اسلامپاله وسله والو جنګیالو د تقویه کیدو پر ضد په اعتراض لاس پورې کړی دی. دغو اعتراض کوونکو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې د پاکستاني طالبانو له خوا د شمالي وزیرستان د نیولو په برخه کې دې پر جدي اقداماتو لاس پورې کړي.

د پاکستاني طالبانو ویاند د خلکو دغه اعتراض «سبوتاژ» بللی او ویلي یي دي چې د «لویدیځوالو» له خوا تمویل شوی دی.

د سیمه ایز پولیسو د څرګندونو په اساس اعتراض کوونکو د همدې اونۍ د پنجشنبې په ماښام هغه عمومي سړک چې دغه سیمه د پاکستان له ټولو نورو ښارونو سره وصلوي تړلی و. دوی د طالبانو ضد تور بیرغونه د خپلو کورونو پر بامونو ځړولي ول.

شمالي وزیرستان ته نږدې د سوات سیمه هم د مشابه اعتراضي حرکتونو شاهده وه.

د افغانستان سرحد ته نږدې شمالي وزیرستان تر ۲۰۱۴م کاله پورې د پاکستاني طالبانو مهمه اډه ګڼل کیدله. د دې ډلې غړي د پاکستاني پوځ د عملیاتو په پایله کې مجبوره شول چې د افغانستان خاورې ته وتښتیږي.

د اسلام آباد حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره ستونزمن حالات لرلي، په داسې حال کې چې بیا د افغانستان له طالبانو سره ډیرې نږدې اړیکې لري. اسلام آباد په ۲۰۰۸م کال کې تحریک طالبان ډله منع اعلان کړه. دغه ډله په پاکستان کې د مختلفو بریدونو د هغو له جملې څخه په ۲۰۱۴م کال کې په پيښور کې پر یوه ښوونځي (آرمي پبلک سکول) د برید مسئوله ده. په دغه برید کې د ۱۳۲ ماشومانو په ګډون ۱۴۹ تنه وژل شوي وو.

پاکستاني طالبانو همدارنګه د دغه هیواد پر نظامي سنګرونو هم بریدونه کړي دي او له همدې امله د دغه هیواد په پوځ کې هم شدیده نارضایتي وجود لري. د دغې ډلې جنګیالیو په ۲۰۱۲م کال کې پر ملاله یوسفزۍ هم ډزې کړې وې. وروسته بیا ملالې په خپل ټاټوبي کې د زده کړې د ترویج په برخه کې د خپلو کوښښونو له کبله د نوبل نړیواله جایزه هم ترلاسه کړه. له همدې امله کله چې پاکستاني چارواکو له طالبانو سره د مذاکراتو د پیلولو پرکړه وکړه، دغه پریکړه په پراخه کچه وغندل شوه.

د عاجل اوربند امکان نشته

د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې را په دیخوا د افغانستان طالبانو د اسلام اباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ د منځګړي رول لوبولی دی. تر اوسه پورې په کابل کې د خبرو اترو څو دوره ترسره شوي دي، خو د پام وړ پایلې یي نه درلودې.

په می میاشت کې د مذاکراتو په پایله کې د تحریک طالبان د لسګونو تنو جنګیالیو او قوماندانانو د آزادولو په بدل کې پر یوه «دایمي اوربند» توافق رامنځته شو، خو شنونکي په دې باور دي چې دغه اوربند په دوامداره توګه تر پښو لاندې شوی دی.

د ټي ټي پي یوه له غوښتنو څخه دا ده چې د افغانستان د سرحد په اوږد کې قبایلي سیمې (فاټا) ته دې د نیمه خودمختارۍ حیثیت برته ورکړل شي. په ۲۰۱۸م کال کې اسلام آباد د ښې حکومتولۍ په خاطر فاټا په سویل ختیځ کې له خیبر پښتونخوا سره مدغم کړ.

د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوي کابل ته تللی

دغه سیمه د ملیشه و له پاره یوه امن ځای دی چې د سرحد دواړو خواو ته ترې عملیات کوي. څه موده مخکې د دیني عالمانو یو اته کسیز پلاوی د کړکیچ پای ته رسولو له پاره کابل ته تللې و، خو دغې وسله والې ډلې په خپل دریځ کې نرمښت ښکاره نه کړ.

نه عملي کیدونکي غوښتنې

د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې د ټي ټي پي غوښتنې د پاکستان د حکومت له پاره د منلو وړ نه دي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخوانۍ سفیره ملیحه لودي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «پاکستان له ټي ټي پي سره د ۱۴ کلونو راهیسې روانه جګړه ختمول او په سرحدي سمیه کې د امنیت ټينګښت غواړي. له دې امله یی له دغې جګړه مارې ډلې سره د خبرو اترو پریکړه وکړه او افغان مشران یي منځګړي کړل.»

نوموړې زیاته کړه چې «دغه خبرې تر مایوسه کوونکي اندازې پورې سست او له ستونزو سره مل دي.  د ټي ټي پي په مهمو غوښتنو کې فاټا ته بیرته د هغې پخواني حیثیت ورکول، په سیمه کې د شرعي قانون پلي کول او له سرحدي سیمو څخه د پاکستاني پوځ وتل دي.»

«د پاکستان په بلوچستان کې تروريستي حملې ۹۰ سلنه ډيرې شوي»

په واشنګټن کې له تهنک ټینک څیړنیز مرکز څخه د سویلي آسیا د چارو کارپوه مائیکل کوګل من د دغو مذاکراتو پایلو ته ډیر هیله مند نه دی.

نوموړي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «ټي ټي پي د [سپوږمۍ] غوښتنه کړې ده او فکر نه کوم پاکستان دې دغه غوښتنه ومني. بل لور داسې نه ښکاري چې ټي ټي پي دې د هیڅ ډول مراعات ورکولو اراده ولري، خو که سره له دې هم که کومه موافقه کیږي، بیا هم د دې خبرې امکان ډیر لږ دی چې هغه دې پر خپل ځای پاتې شي. په تیرو وختونو کې مونږ لیدلي دي چې د دا ډول تړونونو سربیره ټي ټي پي یو وار بیا تشدد ته مخه کړې ده.»

کوګل من زیاته کړه: «د دې خبرې تصور کول هم ناممکنه دي چې اسلام آباد دې د فاټا د ادغام پریکړه بدله کړي، ځکه که داسې وشي دا به د ټي ټي پي ډیره لویه بریا وګڼل شي. له کمزورې حکومتوالۍ او کمزوري حکومتي پریکړې څخه به وسله ولې ډلې د خپل ځواک زیاتولو او خپلې خوښې یا نظر عملي کولو له پاره ډیره ښه موقع ترلاسه کړي او زه فکر کوم چې اسلام آباد به هیڅ کله هم دې ته تیار نه وي».

آژانسونه: ش.ن/ا. و.ا