1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چمن کندهار سرحد؛ په ډزو کي پاکستانی عسکر وژل شوی

۱۴۰۱ آبان ۲۲, یکشنبه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د چمن سپين بولدک سرحد د هغه وروسته وتړل شو، کله چي پر سرحد د ډزو له کبله يو پاکستانی عسکر ووژل شو. دواړو اړخونو دا خبر تائيد کړی دی.

https://p.dw.com/p/4JSHZ
Pakistan Afghanistan Grenze
انځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د اسوشيېتد پريس خبري آژانس د خبر له مخي د دواړو هيوادونو چاراکو ويلي دي چي د وژونکو ډزو وروسته د افغانستان پاکستان کندهار سپين بولدک سرحد تړل شوی دی. چارواکو د يکشنبې په ورځ په دې تړاو و ياد آژانس ته پخلی وکړ.

چمن د پاکستان په سويل لوېديځ کي واقع سرحدي ښار دی چي د دواړو هيوادونو لپاره د خپلمنځي تجارت لپاره تر ټولو مهم دويم سرحد بلل کيږي. د افغانستان او پاکستان تر منځ د تجارت لومړی مهم سرحد د تورخم پوله ده کومه چي د پاکستان په غرنۍ سيمه کي واقع ده.

د چمن سپين بولدک سرحد بیرته د خلکو او موټرو پر مخ پرانستل شو

د چمن يو تجار و خبري آژانس ته ويلي دي چي پر سرحد د ډزو په تبادله کي يو پاکستانی عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. د عمران خان په نوم دغه تجار زياته کړېده چي پخپله يې د ژول شوي پاکستاني سرحدي عسکر په جنازه کي گډون وکړ.

خو پاکستاني چارواکو پر دغه موضوع د خپل نظر څرگندولو څخه ډه ډه کړې ده. 

په سپين بولدک کي څه تيريږي؟

د کندهار ولايت وياند عطالله زيد د يادي پيښي پخلی کړی دی او زياته کړې يې ده چي پر افغان اړخ مرگ ژوبله نه ده رامنځته شوې.

په کندهار کي يو امنيتي چارواکي وويل چي لانجه هغه وخت رامنځته شوه کله چي د افغانستان له اړخ څخه سرحد ساتونکو پر پاکستاني اړخ ږغ وکړ چي د ورتلونکو افغان اتباعو سره دي ناسم چلن ته د پای ټکی کښېږدي.

چارواکو تر اوسه دا نه دي ويلي چي دغه تړل شوی سرحد به بيا کله پرانستل شي.

آ./ا.ا./ن.ص.