1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين غواړي په بلاروس کې تاکتيکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي

۱۴۰۲ فروردین ۶, یکشنبه

د اوکراين په جګړه کې روسيې څو ځله د اتومي وسلو د استعمال ګواښ کړی و. اوس پوتين اعلان وکړ چې په ګاونډي هېواد بلاروس کې به د روسیې تاکتيکي اتومي وسلې ځای پر ځای کړي.

https://p.dw.com/p/4PFv0
اتومي وسلې
اتومي وسلېانځور: RU-RTR Russian Television/AP/picture alliance

پوتين وويل دا چې د امريکا متحده آيالات هم په اروپا کې اتومي وسلې لري، نو روسيه به اوس په بلاروس کې اتومي وسلې ځای پر ځای کړي. د هغه په خبره د مسکو او مينسک مشرتابه دغه پرېکړه کړې ده. روسيه د پوتين د څرګندونو له مخې چې خبرې يې په دولتي تلويزيون کې خپرېدې، په دغه ګام سره د اتومي وسلو ضد له نړيوال قراردار څخه سرغړونه نه کوي او دې ته يې اشاره وکړه چې د امريکا متحده آيالات هم په اروپا کې له خپلو متحدينو سره اتومي وسلې لري. د هغه په وينا »موږ هغه څه کوو چې دوی يې د لسيزو راهيسې کوي.«بريتانيا: روسيه په اوکراين کي خپلو سترو موخو ته ژر نه رسیږې

بلاروس هم له روسيې او هم له اوکراين سره ګډه پوله لري. د امريکا متحده آيالات په آلمان کې اتومي وسلې ځای پر ځای کړې دي. پوتين پخوا لا د دغو وسلو لېرې کول غوښتي وو چې ځان او خپل هېواد ته يې ګواښ بولي. اوس پوتين دا هم وويل چې روسيه به د امريکا په څېر خپلې اتومي وسلې کوم بل هېواد ته نه ور پرېږدي، بلکې هغه به هلته ځای پر ځای کيږي او د استعمال په اړه د روزنې يو پروګرام به صورت ونيسي.د چين او روسیې ترمنځ ستراتیژيک تړونونه لاسلیک شوي

  پوتين اعلان وکړ چې دغه روزنيز پروګرام به د اپريل په دريمه نېټه په بلاروس کې پيل شي. د اسکندر په نوم د راکټونو له پاره سنګرونه به هلته د جولای په لومړۍ نېټه بشپړ شوي وي. د اسکندر په نوم توغندي په اتومي خوليو يا سرګلولو سمبالېدای شي. له مينسک څخه په دې هکله څه نه دي ويل شوي. بلاروس او واکمن يې الکساندر لوکاشېنکو د مسکو له نژدې متحدينو څخه دي. د پوتين په خبره لوکاشېنکو تل د تاکتيکي اتومي وسلو غوښتنه ورڅخه کړې وه. لوکاشېنکو »د اروپا وروستی ديکتاور« بلل کيږي. نوموړی په تاسف سره دې ته ګوري چې بلاروس د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته خپلې اتومي وسلې له لاسه ورکړې دي. اوکراين هم په هغه وخت کې خپلې اتومي وسلې له لاسه ورکړې.پوتین: آلمان اوس هم د امريکا په «ولکه» کې دی

پوتين زياته کړه چې روسيې له بلاروس سره د الوتکو په تجهيزولو کې مرسته کړې ده چې هغه هم اوس تاکتيکي اتومي وسلې توغولی شي. تاکتيکي اتومي وسلې د بين القاروي راکټونو په نسبت لنډ واټن ويشتلی شي، خو بيا هم په سلګونو کيلومتره لېرې هدفونه په نښه کولی شي. د چاودنې قوت يې د ۱ او ۵۰ کيلوټنو ټي ان ټي په اندازه وي. روسيه البته ستراتيژيکې اتومي وسلې په بلاروس کې نه ځای پر ځای کوي چې مثلاً د امريکا متحده آيالاتو ته رسېدلی شي.د روسیې د هایپرسونیک توغندیو په اړه معلومات

د تاکتيکي اتومي وسلو په ځای پر ځای کولو سره روسيه د اوکراين په جګړه کې له ناټو سره زياتېدونکې ترينګلتيا ته غبرګون ښيي. روسيې څه باندې يو کال مخکې په اوکراين باندې پوځي يرغل کړی و. مسکو د بريتانيا له خوا اوکراين ته د يورانيمو د مرميو پر لېږد هم انتقاد کوي. دغه د يورانيمو مرمۍ ډېرې زورورې دي او مثلاً ټانکونه له منځه وړلی شي.

ډي پي ای/ن.ص./خ.ح.