1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

پاکستان: په ترافیکي پیښه کې ۲۸ کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان دي

۱۴۰۰ تیر ۲۸, دوشنبه

د پاکستان پولیس وايي چې په پنجاب ایالت کې د سپرلیو د یوه بس او یوه کانتینر انتقالوونکي موټر د ټکر له کبله ۲۸ کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوي دي. ویل کیږي دغه کسان د اختر له پاره خپلو کورونو ته روان ول.

https://p.dw.com/p/3wgP0
Pakistan Dera Ghazi Khan | Verkehrsunfall Bus
انځور: Emergency Service Rescue 112/AP Photo/picture alliance

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې په ۱۹مه) د پاکستان پولیسو ویلي چې همدا نن په پنجاب ایالت کې د سپرلیو د یوه بس او په کانتینر بار یوه بل موټر ترمنځ ترافیکي پیښه شوې چې له کبله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې. د پاکستان د پولیسو په خبره په دغه پېښه کې ۲۸ کسان مړه او نږدې ۴۰ نور ټپیان دي.

د پولیسو یوه چارواکي حسن خان، رسنیو ته ویلي چې پیښه د پنجاب ایالت د ډیره اسماعیل خان په یوه لیرې پرته سیمه کې شوې او دا چې په بس کې ټول سپاره کسان کاریګر ول چې د اختر له پاره خپلو کورونو ته په رخصتۍ روان ول.

Pakistan Dera Ghazi Khan | Verkehrsunfall Bus
انځور: Emergency Service Rescue 112/AP Photo/picture alliance

د پولیسو دغه چارواکي همدا راز وویل چې د پیښې په هکله څیړنې روانې دي خو زیاتوي چې ابتدايي معلومات ښيي چې د سپرلیو موټر په یوه خراب سړک باندې له مجاز سرعت څخه سرغړونه کړې ده.

د چارواکو په خبره، په پیښه کې ۴۰ ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي. په پاکستان کې د خرابو سړکونو او همدا راز د خراب ترافیکي سیستم له کبله هرکال ګڼ شمیر ترافیکې پیښې رامنځ ته کیږي چې له کبله یې د حکومتي شمیرو له مخې زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

زموږ له آرشیف څخه: