1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د ترانس جندر خلکو سياسي ونډه وټاکل شوه

۱۴۰۱ بهمن ۲, یکشنبه

د لومړۍ صوبې په توګه د پاکستان سند آيالت په ځايي ادارو کې د ترانس جندر يا نرښځيانو د اشتراک برخه تعيين کړې ده. دغسې خلک تر اوسه پورې له توپيري چلن او ځورونې سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/4MYWo
په پاکستان کې د ترانس جندر يا نرښځيانو فعالين
په پاکستان کې د ترانس جندر يا نرښځيانو فعالينانځور: Tanvir Shahzad/DW

په راتلونکي کې به د سند د اطلاعاتو وزير سيد راني په حواله ترانس جندر کسانو يا نرښځيانو ته په ځايي حکومتي ادارو کې يو په سلو کې چوکۍ ځانګړې شي. د هغه په خبره ترانس جندر يا نرښځيان بايد د دې احساس ولري چې د ټولنې يا معاشرې يوه برخه دي. د ترانس جندر فعالينو، د سند آيالت دغه پرېکړه يو »لوی ګام« بللی دی. بينديا رانا چې د »جنسيتونو ترمنځ د ټلوالې« مشره ده، هيله څرګنده کړه چې دغه ونډه به له ترانس جندر وګړو سره مرسته وکړي چې زيات حقونه او سياسي نمايندګي تر لاسه کړي.پاکستان پر ترانس جندر فلم لګېدلی بنديز لغوه کړ

په محافظه کار مسلمان هېواد پاکستان کې ترانس جندر انسانان له توپيري چلن سره مخامخ دي. د ځورونې تر څنګ وار په وار د وژنې او يرغمل نيونې پېښې هم ليدل کيږي. ډېرې دغسې قضيې پوليسو ته نه رسيږي ځکه چې اغېزمن کسان د خپلو څرګندونو له مخې هلته هم له توپيري چلن سره مخامخ کيږي. ډېری وخت ترانس جندر کسان د خپلو کورنيو له خوا له کوره هم شړل کيږي او بيا مجبوريږي چې د تن پلورنې له لارې خپل ژوند تامين کړي.پاکستان د نرښځيانو د سپکاوي ضد تليفوني ليکه فعاله کړه

د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې پاکستان داسې یوه تليفوني ليکه رامنځ ته کړه چې ترانس جندر کسان يې په مرسته د ځورول کېدو په صورت کې شکايت کولی شي. د ۲۰۱۸ کال راهيسې خلک د سويلي آسيا په دغه هېواد کې کولی شي چې خپل جنسيت په اسنادو کې هم تغيير کړي. د دغه قانون منتقدين البته وايي چې د خپل رسمي جنس بدلون بايد امکان ونه لري بې له دې چې يوه طبي معاينه تر سره شي.

آ./ن.ص./ا.ا.