1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا افغانستان به بيا د جهاديانو په مرکز بدل شي؟

۱۴۰۰ شهریور ۱, دوشنبه

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته يوه پوښتنه چې اوس مطرح کيږي دا ده چې آيا دغه هيواد به يو ځل بيا د جهادي ډلو په پټنځای بدل شي؟ کارپوهان په دې اړه څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3zNMn
Afghanistan | Taliban-Kämpfer
انځور: Sidiqullah Khan/AP/dpa/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن په دې کې هيڅ شک نه لري چې امريکا په افغانستان کې يو هدف درلود: د خپل امنيت تضمينول چې دا به همداسې دوام هم وکړي. نوموړي تېره اونۍ په خپلو خبرو کې وويل: «په افغانستان کې به زموږ يوازنۍ مهمه موخه چې تر مخه مو درلودله، پاتې وي: هغه دا چې پر خپل هيواد د ترهګريز بريد مخه ونيسو.»

خو د بايدن دا نظر چې دغه موخه به پرته له امريکايي حضوره امکان ولري، ځيني امريکايان شک لري. د امريکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکو غړي ماېکل مک کاول په دې اړه وويل: «موږ اوس [په افغانستان کې] له يوه داسې دولت سره مخ يو چې مخکې [تر ۲۰۰۱ کال مخکې] موجود وو. يعني د ترهګرۍ له يوې ځالې سره.»

امريکايي جنرال مارک میلي هم، د رسنيو د رپوټونو په حواله په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده چې د القاعدې او داعش يا اسلامي دولت په څېر ډلې کيدای شي ډېر ژر په افغانستان کې خپلې شبکې بيرته فعالې کړي.

آيا افغانستان به يو ځل بيا د جهاديانو په ځاله بدل شي؟

د منځني ختیځ او ترهګرۍ کارپوه دانيل بېمن د «Foreign Affairs» مجله کې تر دې سرليک لاندې چې «آيا افغانستان به يو ځل بیا د ترهګرو له پاره په يوه خوندي ځای بدل شي؟» خپله مقاله کې دا خطر چې جهادي ډلې کولی شي ځانونه له نوي سره منظم کړي، حقيقي بولي.

هغه وايي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره د ترهګرۍ ضد اقدامات هم په څرګند ډول ډېر ستونزمن شوي دي. خو هغه زياتوي دا چې افغانستان دې يو ځل د نړيوالو جهادي ډلو په پټنځای بدل شي، له امکانه لیرې بريښي. د هغه په نظر دا ډېر علتونه لري: القاعدې تر ډېره خپل پخوانی ځواک له لاسه ورکړی دی؛ داعش يا اسلامي دولت ډله د طالبانو دښمنه ډله ده. بله تر ټولو مهمه خبره داده چې طالبانو له ماضي زده کړه کړې او بل ډول چلن به وکړي.

د برلين د ساينس او سياست له انستيتويت څخه د جنوبي آسيا کارپوه کرستيان واګنر هم په دې آند دی چې دا د احتماله ډېره لېرې ده چې جهادي ډلې دې په افغانستان کې خپل پخوانی حضور او ځواک ترلاسه کړي.

د القاعدې شبکې د طالبانو بري ته مبارکي ویلې

واګنر د ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې سره چې يوازې د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له خوا په رسميت پيژندل شوي ول، وايي: «هغوی [طالبان] نور نه غواړي چې يو منزوي دولت و اوسي، بلکې دغه ډله د نړيوالو له خوا په رسميت پيژندلو له پاره هلې ځلې کوي.»

واګنر زياتوي: «طالبان غواړي دغه وضعيت ته تغير ورکړي او هغوی پوهيږي چې دا څه يوازې د يوه اړونده سیاست د شرائطو له مخې امکان لري. په دې کې له جهادي ډلو سره د هغوی چلن هم شامل دی.»

طالبان له ټولو لوريو څارل کيږي

يوازې لوېديځ په افغانستان کې د جهادي ډلو له حضور او پياوړي کيدو څخه ويره نه لري. روسیه هم له کلونو راهيسې له طالبانو سره په خبرو اترو بوخته ده. چين هم همدا زار له يو څو مياشتو راهيسې له طالبانو سره خبرې اترې کړندۍ کړي دي.

په تهران کې هم مشرتابه له طالبانو سره خبرې اترې غوره بولي. د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په افغانستان کې د سولې د ممکنه خبرو اترو په برخه کې لا دمخه د مرستې وړاندیز کړی دی. دغه درې سره ګاونډيان د جهادي ډلو پر ضد جګړه کې متحد دي. طالبان بايد په دې خبره پوه وي.

امريکا متحده ايالات له افغانستانه تر وتلو وروسته هم کله چې د ترهګرۍ ګواښ مطرح کيږي، يوازې د طالبانو پر ښې ګڼه او احسان تکيه نه کوي. د دانيل بېمن په خبره امريکا لا هم داسې پراخ او پاخه اکشتافي امکانات لري چې په مرسته یې په افغانستان کې جهادي يا ورانکارې ډلې وڅاري او په اضطراري حالاتو کې ورسره جګړه هم کولی شي.

بېمن زياتوي: «د امريکا پوځ د داسې امکاناتو په اړه معلومات ترلاسه کوي چې له افغانستان څخه دباندې د القاعدې پر مرکزونو د بريدونو له پاره یې د هوايي بیزونو په توګه وکاروي او يا دا چې د اړتيا په صورت کې له نورو لارو په دغه هېواد کې عمليات وکولی شي.»

د القاعدې او داعش په تړاو توپيرونه

د داعش، القاعدې او طالبانو د څار له پاره د ملګرو ملتونو د ماموريت مشر ادموند فریتون –  براون په اکتوبر مياشت کې «ان بي سي» تلويزيون ته ويلي ول: «موږ په دې آند يوو چې د القاعدې شبکې مشرتابه لا هم د طالبانو تر محافظت لاندې ده.»

خو په افغانستان کې بيا داعش په بل وضعيت کې دی چې ځان د «خراسان ايالت اسلامي دولت» بولې. په ۲۰۲۰م کال کې د ملګرو ملتونو په امنيتي رپوټ کې ويل شوي ول چې «دغه ډله سخته ځپل» شوې ده او طالبانو د دې ډلې په له منځه وړلو کې ستره ونډه لرلې ده.»

په اصل کې د القاعدې او داعش ډلو او طالبانو هدفونه سره توپير لري. واګنر په دې اړه وايي: «خو د نظر دا توپير يوازې له داعش سره د طالبانو په اړيکو کې نقش لوبوي. داعش تل پر افغانانو دا تور لګوي چې يوازې پر خپل هيواد تمرکز کوي او دې ته د اسلام او د دې دين د خپرولو څخه دېر اهميت ورکوي.»

واګنر زياتوي: «دواړې ډلې [القاعده او طابان] په افغانستان کې له خپلو جګړیزو فعاليتونو له کبله له يو بل سره تړلي دي او په ځينو مواردو کې د جلا کيدو وړ نه دي.» د واګنر په خبره همدا څه ښايي واک ته تر رسيدو وروسته د طالبانو له پاره له القاعدې سره د خپلو اړيکو تعريفول ستونزمن کړي.