1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا:‌ د الظواهري په ساتلو سره طالبانو د دوحې تړون مات کړی

۱۴۰۱ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر طالبانو تور لګولی دی چې د دوحې تړون یې په شدید ډول نقض کړی دی. خو طالبانو بيا پر امريکا تور لګولی دی چې بې پيلوټه الوتکو يې د دوحې له تړونه سرغړونه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4F0jf
Afghanistan Friedensgepräche in Doha
انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance

دغه وزارت وايي، طالبانو ډاډ ورکړی و چې اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا د نورو هيوادونو د امنیت د ګواښلو له پاره وکارول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته طالبان د دوحې له تړون څخه په جدي سرغړونې تورن کړل.

دغه وزارت وايي، طالبانو ډاډ ورکړی دی چې اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هيوادونو د امنیت د ګواښلو له پاره وکاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د القاعده شبکې مشر ته په پناه ورکولو سره «طالبانو د افغانستان له خلکو او دا چې نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکو او رسمیت پیژندنې ته لیوالتیا لري، خیانت وکړ».

Al Kaida Anführer Aiman az Zawahiri
انځور: B. K. Bangash/AP Photo/picture alliance

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی دی چې سر بیره پر دې چې طالبانو د خپلو ژمنو د عملي کولو له پاره لیوالتیا نه لري، خو امرکیا به بیا هم د افغانستان له خلکو په تیره د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ کوي او بشري مرستو ته به دوام ورکوي.

په دغه اعلاميه کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير انتوني بلينکن په حواله پر دې هم ټينګار شوى دی چې«د الظواهري له وژل کېدو وروسته به نړۍ يو خوندي ځاى شي. امریکا متحده ایالات به د هغو کسانو پر وړاندې پرېکړنده اقدام ته دوام ورکړي چې د امريکا، خلک او متحدین يې ګواښي.»

د شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال جولای ۳۰) امریکايي بې پیلوټه الوتکې د کابل وزیر اکبر خان سیمه په نښه کړه.

تر دې برید څو ورځې وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی.

له امریکا سره د دوحې په تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د القاعده شبکې او نورو بهرنیو ترهګرو سازمانونو ته پناه نه ورکوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د القاعدې د مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې د کابل په شېرپور سيمه کې پر يوه کور بريد کړى دى. د طالبانو په اعلامیه کې دا برید غندل شوی او ویلي یې دي چې دا د دوحې له تړون څخه سرغړونه ده.