1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

Time : پوتين د2007 کال شخصيت دی

۱۳۸۶ آذر ۲۹, پنجشنبه

د روسيې جمهور ريس ولاديمير پوتين د امريکا پر متحده ايالتونو باندي تور لګولی، چي د هغه هيواد ته د يو مساوي حق لرونکي شريک په توګه نظر نه کوي.

https://p.dw.com/p/DKCA
د روسيې اولسمشر ولاديمير پوتين
د روسيې اولسمشر ولاديمير پوتينانځور: AP

د امريکايي مجلې Time سره په يوه مرکه کي پوتين وويل: روسيه غواړي د متحده ايالاتو ملګرې اوسي، خو کله نا کله داسي ګمان کيږي، چي متحده ايالات ملګري نه، بلکي رعيت غواړي چي يوازي فرمان صادر کړي.

امريکايي مجلې Time پوتين د 2007 ميلادي کال « نارينه» بللی دی. نوموړي مجلې دغه نوم په دې خاطر پوتين ته ورکړی دی، چي په روسيه کي يي ثبات ټينګ کړه او دغه هيواد يي د نړۍ د ځواکمنو هيوادونو ستيژ ته راوستی، خو د هغو اصولو په بيه چي آزادي نړۍ ته خورا ارزښت لري.