1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ د محرمو اسنادو په قضيه کې ټول تورونه رد کړي

۱۴۰۲ خرداد ۲۴, چهارشنبه

د امريکا پر پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د محرمو دولتي اسنادو له ځانه سره د ساتلو له وجې د اقامې دعوا شوې ده. نوموړي د ميامي په يوه محکمه کې له انتظار سره سم «ځان بې ګناه بللی» دی.

https://p.dw.com/p/4SYbf
د امريکا پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ
د امريکا پخوانی ولسمشر دونالد ترمپانځور: Alon Skuy/Getty Images

د امريکا متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ په لومړي ځل د دغه هيواد په فدرالي محکمه کې حاضر شو. نوموړي د ولسمشرۍ د خپلې دورې د ختمیدو پر وخت له سپينې ماڼۍ څخه د وتلو پر وخت د محرمو اسنادو سره د غيرقانوني چلن په يوه قضيه کې تورن شوی دی.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د محکمې د نيټې ترمخه دغه ۷۶ کلن جمهوري غوښتونکي سياستوال د تل په څېر تنده لهجه کاروله. ترمپ د هسپانوي ژبې یوې محافظه پالې راډيو سره د مرکې په پر وخت وويل: «داسې څه هیڅ وخت نه وو رامنځته شوي. دا ډول تعقيب تر اوسه نه وو ترسره شوی.» نوموړي د امريکايي چارواکي «پر مجرمانه چلن» او «ناوړه کړنو» سخته غوسه څرګنده کړه چي په خبره یې دی تعقيبوي. خو ترمپ په محکمه کې ټینګار وکړ چې دی بې ګناه دی.

اړونده موضوع:  ترمپ محکمې ته حاضريږي؛ په ميامي کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي

په ميامي کې په محکمه کې د ترمپ تر حاضريدو څو ساعته مخکې د نوموړي پلويان د دې محاکمې پر ضد د احتجاج په موخه راټول شوي ول. د فلوريډا ايالت چارواکو د ګډوډيو له ويرې سخت امنيتي تدابير نيولي ول. په ځانګړي توګه د محکمې ودانۍ مخې ته لوړ شمير امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي ول.

په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ترمپ ګډون

ترمپ چې غواړي د ۲۰۲۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي او تر اوسه د جمهوري غوښتونکي ګوند د خپلو سيالانو په منځ کې مخکښ هم دی، په اصطلاح د اسنادو په افتضاح کې تېره اوونۍ د ۳۷ تورونو سره مخامخ شوی وو.

ځانګړي پلټونکي جېک سميت نوموړی تورن کړی دی چې په ۲۰۲۱م کال کې یې د ولسمشرۍ دورې د ختمیدو پر وخت په غير قانوني توګه له سپینې ماڼۍ څخه ځيني محرم اسناد په ميامي کې خپل شخصي استوګنځای «مار آلاګو» ته له ځانه وړي ول او هلته یې له چارواکو پټ کړي ول.

اړونده موضوع: د دونالد ترمپ د نيول کیدو احتمال او د تاوتریخوالي ویره

د اقامې دعوا د تورونو په ترڅ کې ويل شوي: «ترمپ د محرمو اسنادو کارتنونه د مار آلاګو په بېلا بېلو ځايونو لکه سالون، تشابونو، دفتر، د خوب په کوټه او همدا راز په يوه ګودام کې ايښي ول.» نوموړي اړونده عکسونه هم وړاندي کړي دي.

په دوو مياشتو کې دا دويم ځل دی چې ترمپ له اقامې دعوا سره مخامخ کيږي
په دوو مياشتو کې دا دويم ځل دی چې ترمپ له اقامې دعوا سره مخامخ کيږيانځور: Jane Rosenberg/REUTERS

ويل شوي چې په لږ تر لږه دوو قضيو کې ترمپ دا محرم اسناد نورو خلکو ته هم ښوولي دي. نوموړي همدا راز ښايي د دې اسنادو د سپارولو د مخنيوي هڅه هم کړي وي.

په دې اسنادو کې پر نورو سربیره د امريکا د اتومي وسلو، پوځي پلانونو، پوځي وړتیاو او د نورو هيوادونو د فعاليتونو په اړه مهمو سندونه شامل دي. 

د قانون د پلي کیدو مخنیوی

پر ترمپ د محرمو اسنادو د نه سپارلو پر تورونو سربیره د عدالت د مخنيوي د دسيسې تور هم لګول شوی دی. که چېرې نوموړی مجرم وپيژندل شي نو د اوږدې مودې د بند سزا له خطر سره مخامخ شي.

دا د امريکا په تاريخ کې لومړی ځل دی چې يو پخواني ولسمشر د هغه حکومت له خوا چې يو وخت یې مشري کوله، په فدرالي کچه د اقامې له دعوا سره مخامخ کيږي.

پر ترمپ د محرمو اسنادو په قضيه کې د اقامې دعوا شوې

پر ترمپ په اپريل مياشت کې هم د لوڅو فلمونو يوې لوبغاړې ستورمي ډینيلېز، ته د چپ پاتیدو په بدل کې د پېسو د ورکړې په تور د اقامې دعوا شوې وه او د دې قضيې په ترڅ کې له نوموړي اوس په واشنګټن او اتلانتا کې پلټنې رواني دي. پر نوموړي په دې ترڅ کې د يوه جرم د ترسره کولو تورونه هم لګیدلی شي.

کله چې دوستان دښمان شي

د ترمپ د ولسمشرۍ د دورې د عدلیې وزير ويليم بار، چې له ده سره یې بیا مخالفت پيدا کړی وو، وويل چې د موندل شويو اسنادو ارزښتناک نوعيت او شمير لړزولی دی.

بار د نوموړي د اقامې دعوا په اړه وويل: «که چېرې له دې [تورونو] نيمايي هم رښتيا وي نو هغه [ترمپ] به بيا له ډېر مشکل سره مخ شي.»

ترمپ د عدلیې پر خپل دې پخواني وزير تور ولګاوه چې دا تبصره یې پر ده د غوسې له وجې کړې ده او دغه پخوانی وزير یې يو «بې زړه يا بزدل خنځير» وباله.

ب. ص/ ن. ز (afp, dpa)