1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې د سوریې په شمال کې د کردانو پر سنګرونو برید کړی

۱۴۰۰ فروردین ۱, یکشنبه

د بشري حقونو فعالانو د سوریې په شمال کُرد میشته سیمو کې د ترکیې د هوایي برید خبر ورکړی دی. ترکیه د سوریې په خاوره کې دننه هم د کردانو او د هغو د مدافعینو د سرکوبه کولو له پاره پر دوی تر حده زیات فشار واردوي.

https://p.dw.com/p/3qvvK
BG Jahresrückblick 2019
انځور: Reuters/K. Ashawi

د ترکیې هوایي ځواکونو وروسته له ۱۷ میاشتو د لومړي ځل له پاره د سوریې په شمال کې د کردانو پر سنګرونو بریدونه کړي دي. د سوریې د بشري حقونو سازمان په وینا د ترکیې یوې جنګي الوتکې د شنبې په ماښام (د مارچ ۲۰ نیټه) عین عیسی سیمې ته نږدې د سوریې دیموکراتیک ځواکونو  (SDF)پوځي مرکزونه بمباري کړي دي. تر اوسه پورې د دغو بریدونو د تلفاتو په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د ترکیې پوځ په وروستي ځل د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې پر دغو سیمو برید کړی وو. ترکیې هڅه کړې وه د سوریایي ملیشه و په ملاتړ د سرحدي پولې تر شاوخوا ۱۲۰ کیلومترۍ پورې تسلط ترلاسه کړي؛ خو سره له ډیرو کوښښونو د عین عیسی ستراتیژیک ښار د کردي ځواکونو په ولکه کې باقي پاتې شو.

د «سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو» وسله وال کسان، د «ولسي مدافع واحدونو» تر رهبرۍ لاندې د دې سیمې د خپلواکمنۍ په خاطر مبارزه کوي.

د ترکیې حکومت یاد سازمان «د کردستان کارګر ګوند» (پ ک ک) متحد بولي او دغه ګوند بیا یوه ترهګریزه ډله بولي.

ترکیه چې د کردانو د لا زیاتو اختیاراتو او حقونو له ترلاسه کولو څخه ویره لري، په ګاونډیو هیوادونو د هغو له جملې څخه په سوریه کې د کردانو د هر ډول پياوړې کیدو پر وړاندې مقابله کوي.

په دې وروستیو ورځو کې ترکیې یو وار بیا د کردي اقلیت د پلویانو او ویاندویانو ترڅنګ د کردانو ځپلو ته زور ورکړی دی. له همدې امله د ترکیې حکومت پر«ولسي دیموکراتیک ګوند» فشار زیات کړی دی او د هغو په لسګونو فعالان یې نیولي دي.

د ترکیې پارلمان هم یاد ګوند د کردستان کارګر ګوند په همکارۍ تورن کړی دی او پر هغو د بندیز لګولو له پاره تیاری نیسي.

د سوریې د بشري حقونو سازمان په حواله، په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پيل راهیسې تر اوسه پورې له ۳۸۸ زرو ډیر انسانان وژل شوي دي. په همدې موده کې تر ۵،۵ میلیونو ډیرو سوریایي اتباعو خپل کور کلی له لاسه ورکړی او بې ځایه شوي او یا هم ډیري يي نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.