1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

روسیې د کريميا پر پله بريد غندلی او پړه یې پر کيف ور اچولې

۱۴۰۲ تیر ۲۶, دوشنبه

روسیې پر اوکراين تور لګولی دی چې د امريکا او بريتانيا په مرسته یې پر هغه مهم پل برید کړی دی چې روسيه او کريميا سره نښلوي. ځينو اوکرايني سرچینو هم په بريد کې د کیف د ښکيلتيا خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4Tzck
د کريميا او روسیې ترمنځ پر پله د چادونې رپوټونه ورکړل شوي
د کريميا او روسیې ترمنځ پر پله د چادونې رپوټونه ورکړل شويانځور: REUTERS

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر اوکراين د روسیې او کريميا ترمنځ پله باندې د بريد تور لګولی دی. زياته شوې ده چې بريتانیا او امریکا متحده ايالات په دې بريد کې لاس لري.

دا ادعاوې د ياد وزارت ویاندې ماریه زخاروا وکړې، خو نوموړې یې په اړه هيڅ شواهد وړاندې نه کړل. هغې وويل: «د کريمیا سره پر پله دا نننی بريد د کيف رژيم کړی دی.»

نوموړې زياته کړه: «پريکړې د اوکرايني چارواکو او پوځ له خوا کیږي خو د امريکا او بريتانيا استخباراتي ادارې او سياستوال هم پکې نيغ په نیغه لاس لري.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د روسیې دولتي رسنۍ د دغه هيواد د ترهګرۍ ضد کميټې له قوله رپوټ ورکړی دی چې اوکراين د اوبو پر سطحه د بې پېلوټه الوتکو په کارولو سره د کريمیا پر پل بريد کړی دی.

د روسیې پلټونکې کمېټې ويلي دي چې د اوکراين «ځانګړي خدمات» د بريد مسئوليت لري او دا چې دوی په دې تړاو جنايي څېړنې پېل کړي دي.

اوکرايني رسنيو هم د کيف د ښکيلتيا خبر ورکړی

لږ تر لږه دوو اوکرايني رسنیزو ادارو د دوو سرچینو له قوله چې نوم یې نه دی اخيستل شوی، ويلي دي چې د اوکراين کورني امنيت اداره او پوځ په دې بريد کې لاس لري.

د « Suspilne» او « Ukrainska Pravda» په نوم رسنيو ويلي دي چې د اوکراين امنيتي ادارې (SBU) او سمندري پوځ په دې کې شامل دي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د « Suspilne» رسنۍ د خپلې سرچینې له قوله ویلي دي چې د بريد په موخه تر اوبو لاندې ډرونونه يا بې پېلوټه الوتکې کاريدلي دي خو په ورته وخت کې یې د سمندري ځواک د يوه وياند دا نقل قول هم راخيستی دی چې دی دا ډول معلومات نه لري.

د فرانسې خبري آژانس هم د يوې اوکراينۍ سرچینې په حواله رپوټ ورکړی دی دی چې په بريد کې اوکراين لاس لري.

روسي رسنۍ: پر پله د اورګاډو تګ راتګ بيرته پیل شوی

د روسیې د تاس دولتي خبري آژانس د رپوټ پر اساس د کريميا پر پله تر پېښې وروسته بيرته د اورګاډو تګ راتګ پېل شوی دی.

زياته شوې ده چې د کريميا د کرچ ښار څخه يو ریل د دغه پله له لارې مسکو ته روان شوی دی. تر دې دمخه پل د ترافيک پر مخ تړل شوی وو ځکه لا په سملاسي توګه څرګنده نه وه چې بريد څومره زيان اړولی دی.

اړونده موضوع: «روسي پوځ د کريميا پر بندر د اوکراين ۹ بې پلوټه الوتکې وويشتلې»

دا ۱۹ کيلومتره اوږد پل چې پر کرچ تنګي غځیدلی دی، د روسیې او کريميا د نيمه ټاپو ترمنځ مهمه نښلوونکې لاره ده.

په اکتوبر میاشت کې دا پل د يوه موټر بم [لارۍ بم] له کبله ويجاړ شوی وو او په بشپړه توګه د ګټې اخيستو کارونو یې څو مياشتې وخت نیولی وو.

د اوکراين پوځ: دا پېښه ښايي د روسیې پارونه وي

د اوکراين د پوځ د سويلي قوماندې وياندې نتاليا هومينوک وويل چې د کريميا پر ټابو «بيړنۍ» وضعيت ښايي د مسکو له لوري پارونه وي.

په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او يو ماشوم ټپي شوی چې د رپوټونو پر اساس تر اوسه د روغتون د جدي مراقبت په خونه کې دی.

نتاليا مومينوک د ملي نشراتي ادارې «رادا» سره په خبرو کې ویلي ول: «د دې ډول پارونو جوړول چې د کريميا اشغال کوونکي چارواکي یې په اړه ډېر ژر په لوړ غږ رپوټ ورکوي، د کريميا د چارواکو او د اشغالګر هيواد د ستونزو د حلولو يوه عمومي لاره ده.»

اړونده موضوع: زیلینسکي: د جګړې پای په مرستو پورې اړه لري

په کريمیا کې د روسیې له خوا ګمارل شوي ګورنر سېرګې اکيسيونوف خلکو ته ويلي دي چې د «بيړني» وضعيت له کبله د کريميا نيمه ټاپو چې په ۲۰۱۴م کال کې د روسیې له خوا الحاق شو، او روسیې ترمنځ د نښلوونکي پله له کارولو ډډه وکړي.

اکسيسونوف د جزياتو د ورکړې پرته ويلی دي چې دا بيړنۍ حالت د پله پر ۱۴۵ ستنه رامنځته شوی دی.

ځينو اوکرايني او روسي رسنيو پر پله د چاودنو رپوټونه ورکړي ول خو د کیف حکومت پرې سملاسي کومه تبصره نه وه کړې.

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟