1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

ستولتنبيرګ: اوکراين د ناټو تر توليد ډېر مهمات کاروي

۱۴۰۱ بهمن ۲۴, دوشنبه

د ناټو عمومي منشي ويلي دي چې دغه ائتلاف بايد د مهماتو «توليد ته وده» ورکړي ځکه د اوکراين له خوا د کارونې کچه تر اوسني ظرفيت لوړه ده او زيرمې د خالي کيدو په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/4NQjx
د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ
د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګانځور: Johanna Geron/REUTERS

د ناټو د پوځي ائتلاف عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وکړې. نوموړي په دې ترڅ کې زياته کړه: «د اوکراين په جګړه کې په ډېر زيات مقدار کې مهمات مصرفيږي او د دې ائتلاف زېرمې د خالي کيدو په حال کې دي.»

ستولتنبيرګ وويل: «د اوکراين د مهماتو د مصرفولو کچه زموږ د توليد د اوسنۍ کچې په مقابل کې څو چنده لوړه ده.» نوموړي ومنله چې ناټو په داسې حال کې اوس له «ستونزې» سره مخ ده چې د ستر کاليبر مهماتو ترلاسه کولو ته د انتظار موده له ۱۲ مياشتو څخه ۲۸ ته غځيدلې ده.

اړونده موضوع:د اوکراین سفیر: المان د نورو وسلو ژمنه کړې ده

خو د ناټو عمومي منشي ټينګار وکړ چې اخيستل شوي ګامونه په دې معنی دي چې د ناټو غړي هېوادونه «لاس په کار شوي او دا به موږ د دې جوګه کړي چې هم له اوکراين سره مرستې ته دوام ورکړو او هم خپلې ذخېرې بيرته ډکې کړو.»

د اوکراين لودیځوال ملاتړ کوونکي به چې دغه هېواد ته د ميلياردو ډالرو وسلې ورکوي، د سه شنبې په ورځ سره په داسې حال کې وګوري او د اوکراين د وسلو پر تقاضا به بحث وکړي چې د ستولنبیرګ په خبره د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين «نوي تهاجمي عمليات» پيلوي.

اړونده موضوع: اروپايي اتحاديه له اوکراین سره نوري مرستي کوي

د ناټو دې مشر وويل چې د ائتلاف د غړيو ترمنځ د اوکراين پر هغه غوښتنه چې د جګړې ډګر ته د عصري جنګي جټ الوتکو د ليږدولو له پاره کړې ده، بحث روان دی.

خو نوموړي وويل چې تمرکز د دې په ډاډمنولو دی چې کیف ته د اړتيا وړ وسلو لړۍ په سم وخت کې جاري وساتله شي او متحدين تر مخه کړې ژمنې عملي کړي.

ستولتنبيرګ وويل: «دا څرګنده ده چې موږ د تدارکاتو په سيالۍ کې قرار لرو.»  نوموړي زياته کړه: «اصلي وړتياوې لکه مهمات، سون توکي او اضافي پرزې د روسیې له خوا په جګړې د پېل تر مخه باید اوکراين ته ورسيږي. سرعت به ژوندونه وژغوري.»

ب. ص/ ن. ز (AFP) 

د اړوندو موضوعګانو له پاره زموږ فيسبوک پاڼې ته هم سر ورښکاره کړئ: