1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

UNHCR شپېته کلن سو

۱۳۸۹ آذر ۲۳, سه‌شنبه

د کډوالو دغه سازمان د دويمي نړيوالي جګړې وروسته جوړ سو، ترڅو په اروپا کي د بيځايه سوو کسانو سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/QYZ2
د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره شپيته کلنه سوه
د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره شپيته کلنه سوهانځور: AP

د ملګرو ملتو دغه کميساري يو مؤقتي سازمان ؤ چي دندي يي بايد د درو کلونو په مودي کي ختمي سوي وای.

خو اوس چي د دغه سازمان د جوړيدو څخه شپيته کاله تير سوي،لا په کار بوخت دي.

د وخت په تيريدو سره د هغه دندو هم بدلون موندلی دی. اوس دغه سازمان د نړۍ په 120 هيوادونو کي په کار بوخت دی او د مسؤليتونو لمن يې هم پراخه سوې.

دا چي د کډوالو عالي کميساري ۶۰ کاله د مهاجرت په کړکيچ کي مصروفه پاته سوې، د لمانځني کومه خبره نه ده.

خو دا چي دغه سازمان په تيرو شپږو لسيزو کي د 50 ميليونو څخه ډيرو مهاجرينو سره مرسته کړي، د هغه کار او فعاليتونه د لمانځني او ستايني وړ دي.

د هغه کارونو لپاره چي د کډوالو عالي کميساري ترسره کړي دي، دغي اداري ته دوه ځلي د نوبل جايزه هم ورکړل سوې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لوي کميسار مرستيال، الکسندر الينيکوف، وايي چي نوموړې اداره د ډيري مودې لپاره د يو مؤقتي سازمان په توګه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي په کار بوخت ؤ.

په 1956 کال کي د کډوالو عالي کميساري د لومړي ځل لپاره له يو بيړني حالت سره مخامخ سوه. دا هغه وخت ؤ چي پخواني شوروي اتحاد په هنګري کي يو پاڅون وټکاوه چي په پايلي کي يي 180000 کسان د هنګري ګاوڼډيو هيوادونو ته مهاجر سول.

د کډوالو د کميساري مشاور او پخواني وياند، رون ريدموند، دغه وخت د دغي ادارې لپاره يوه مهمه دوره بولي. په دغه دوره کي د مهاجرو د کمپونو جوړول، د لومړنيو روغتيايي خدمتونو برابرول او د خوراکي توکو رسول د دغه سازمان له اصلي دندو څخه شميرل کيدل.

په 1960 لسيزه کي په افريقا کي د لومړي ځل لپاره د مهاجرت کړکيچ منځ ته راغی، دغه کړکيچ په افريقا کي د مستعمرو د ختميدو څخه وروسته جوړ سو.

همدا شان په اسيا کي هم ډير شمير ويتناميان او افغانان مهاجر شول چي مرستي ته يي اړتيا درلوده.

په 1994 کال کي د روندا د عام وژني په پايله کي په سلګونو زرو کسان د خپل هيواد څخه کانګو او نورو هيوادونو ته په هجرت کولو مجبوره سول.

مرستندوی کارکونکي د هري ورځي په تيريدو سره د لا ډ‌يرو خطرونو سره مخ کيږي. دا په داسي حال کي ده چي پخوا به د ملګروملتونو لوګو يا نشان د يو محافظتي ډال په توګه استعماليده او مرستندويو کسانو کولای سو چي په ازاده توګه په هيوادونو کي سفر وګړي.

په راتلونکي کي به د کډوالو اداره د هغو خلکو سره چي د اقليمي تغيراتو په پايلي کي مهاجرت ته اړسوي، مرسته کوي. دا چي هيوادونه به د دغو مهاجرينو قبلولو ته اماده وي او که نه، لا تر اوسه پوري يو سوال دي.

شلاين/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل