1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو څه ته وایي او ولې رامنځته شو؟

۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبه

د اوکراین په ګاونډي هیواد پولنډ کې د يو روسي توغندي د لګيدو له رپوټونه سره سم، د ناټو او د هغه د منشور پر ۵مه ماده بحثونه ډير شوي دي. دویچه ويله په دغه رپوټ کې د ناټو تړون منشا، اهداف او د جمعې دفاع پنځمه ماده توضیح کوي.

https://p.dw.com/p/46k8H
NATO-Russland Rat tagt in Brüssel
انځور: Alexey Vitvitsky/Sputnik/picture alliance/dpa

د شمالي انتلانتیک تړون یا ناټو سازمان تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۹م کال کې د دې موخې له پاره رامنځته شو چې دا به د اروپا پر لور د پخواني شوروي اتحاد د پراختیا او توسعې د خطر مخه نیسي.

سربیره پر دې امریکا دې ته په اروپا کې د ملتپالنې او توکمیزو تمایلاتو د بیا را ژوندي کیدو د مخنیوي او د اروپا په وچه کې سیاسي ادغام ته د ودې ورکولو له پاره د یوې وسیلې په سترګه ګوري. 

خو د دغه لوېدیځ دفاعي سازمان ریښې په ۱۹۴۹م کال کې د فرانسې او بریتانيا هغه ډنکرک تړون [ډنکرک د فرانسې یوه سیمه ده] سره یوځای کیږي چې لومړنی هدف یي د آلمان د ممکنه برید په صورت کې په مشترک ډول مقابله کول وو.

د دغه پوځي او سیاسي اتحاد اصلي بنسټ ایښودونکي ۱۲ هیوادونه عبارت دي له امریکا، بریتانیا، بلجیم، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، آئس لنډ، ایتالیا، لوګزامبورګ، هالنډ، ناروې او پرتګال.

ټولیز امنیت

د دې سازمان اساسي هدف دا دی چې که چیرې کوم غړی هیواد د کوم بل بهرني هیواد له خوا له خطر سره مخامخ کیږي، نو په مشترک ډول به یي په سیاسي او پوځي منابعو سره دفاع کوي.

د هر یوه غړي هیواد د «دسته جمعي یا ډله ایز دفاع» د منشور په پنځمه ماده کې ذکر شوی دی. تر اوسه پورې یوازې یو ځل له پنځمې مادې کار اخیستل شوی دی او هغه هم امریکا د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته کړې وه.

د روسیې پر وړاندې طاقت

پخواني شوروي اتحاد په ۱۹۵۵م کال کې له ۷ نورو شرقي کمونیست اروپايي هیوادونو سره یوځای د وارسا په نوم یوه اتحاد په رامنځته کولو سره ناټو ته ځواب ورکړ.

خو د برلین دیوال تر ړنګیدو او په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد پاشل کیدو، تر سړې جګړې وروسته په اروپا کې یو بل نوي امنیتي نظم ته لاره هواره کړه. په دې توګه د وارسا تړون ډېر پخواني غړي چې د شوروي له بند او قید څخه آزاد شوي وو د لویدیځ دفاعي تړون ناټو غړي شول.

د ویسیګراد ګروپ غړو هنګري، پولنډ، او چک جمهوریت په ۱۹۹۹م کال کې په ناټو کې غړیتوب ترلاسه کړ. پنځه کاله وروسته یعنې په ۲۰۰۴م کال کې ناټو د ویلنیوس ګروپ په نوم بنسټ چې په هغې کې بلغاریا، ایستونیا، لاتویا، لیتوانیا، رومانیا او سلواکیه شامل دي په رسمیت و پيژنده. البانیا او کرواسیا په ۲۰۰۹م کال کې د دې تړون برخه وګرځیدل.

تر ټولو وروسته په ۲۰۱۷م کال کې مونټي نیګرو او په ۲۰۲۰م کال کې شمالي مقدونیا په ناټو سازمان کې شامل شول چې له دې سره د دغه تړون د غړو هیوادونو مجموعي شمیر ۳۰ ته ورسید. درې هیوادونه د «غړیتوب ته هیله مندو» هیوادونو په توګه درجه بندي شوي دي چې عبارت دي له بوسنیا هرزیګوینا، جورجیا او اوکراین.

د روسیې له پاره د ناټو په سازمان کې د پخواني شوروي اتحاد جمهوریت اوکراین د داخلیدو تصور سره کرښه ده. له همدې امله روسیې په وار وار ویلي دي چې اوکراین دې په دې اتحاد کې نه شاملوي.

بل لور ته ناټو د دغه سازمان د منشور د لسمې مادې پر اساس د اروپايي هیوادونو له پاره د پرانیستو دروازو پر تګلارې عمل کوي. 

روب مودګي: ش.ن/ ن.ز