1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې له خبريالانو سره د زور زیاتي تر ۳۰ ډېري پېښې

۱۴۰۰ آبان ۶, پنجشنبه

د رسنيو د څار يوې ټولنې د رپوټ په حواله په افغانستان کې په تېرو دوو مياشتو کې له ژورنالیستانو سره د زورزياتي او ګواښلو تر ۳۰ ډېرې پېښې ثبت شوي دي. د ټولنې په حواله د دې پېښو ۹۰ سلنه یې د طالبانو له خوا ترسره شوي.

https://p.dw.com/p/42H67
Mexiko Journalistenmorde Symbolbild
انځور: picture-alliance/AP/M. Ugarte

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مشر مسرور لطفي وويل چې د دې ټولنې له خوا ثبت شوې تر۴۰ سلنه ډېرې پېښې د وهلو ډبلو او نورې ۴۰ سلنه د تاوتريخوالي شفاهي ګواښونه ول. يو خبريال وژل شوی هم دی.

دې ټولنې زياته کړې چې د سپتمبر او اکتوبر په مياشتو کې تر ټولو زیاتې پېښې په ولایتونو کې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې له دې دېرشو پيښو څخه شپږ يې په کابل کې رامنځته شوي دي.

لطفي د چهار شنبې په ورځ يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل چې د دې زياتره پېښو عاملين طالبان دي او يوازي درې پيښي د نامعلومو کسان له خوا ترسره شوي.

له ژروناليستانو سره د تاوتريخوالي دا رپوټ په داسې حال کې خپور شوی دی چې د طالبانو مشران هڅه کوي له نړيوالې ټولنې سره ديپلوماتيکي چينلونه پرانيزي او ځان د مسئولو مشرانو په توګه مطرح کړي او دا وښيي چې د ټولو وګړو د امنيت تامينولو ته ژمن دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او وياند ذبيح الله مجاهد، اسوشيتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې دوی هم له ژورناليستانو سره د تاوتريخوالي په قضيو خبر دي او د عاملينو د مجازات کولو په لټه کې دي.

مجاهد د دې ستونزې د حلولو د ژمنې ترڅنګ وويل: «نوي تحولات او زموږ د ملګرو غير مسلکي توب د دې ستونزې باعث ګرځيدلی دی.»

په ننګرهار کې په روانه میلادي میاشت کې د هغه وسله وال بريد پړه داعش ډلې منلې وه چې ژورناليست سيد معروف سادات پکې د کورنۍ د يوه بل غړي او د دوو طالبانو سره ووژل شو.

Nepal | Mahnwache für den in Afghanistan getöteten Journalisten Danish Siddiqui
په افغانستان کې د جګړې د پوښښ پر مهال د رويترز وژل شوی خبریالانځور: Prabin Ranabhat/SOPA Images/ZUMA/picture alliance

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د سادات په ګدون تر اوسه درې خبريالان وژل شوي دي. علي رضا احمدي چې د راها خبري آژانس خبريال وو او همدا راز نجما صادقي چې د جهان صحت په نوم تلویزيوني شبکې نطاقه وه، د افغانانو د راايستلو د عملیاتو پر وخت په کابل هوايي ډګر کې د ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شول.

طالب چارواکو په څو ځلي رسنيو ته د اسلامی اصولو د تعقيبولو لارښوونه کړې ده خو په دې اړه یې نور توضيحات نه دي ورکړی.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مشر مسرور لطفي وويل چې ټولنه یې له رسنیو او طالب چارواکو سره پر يوه لايحه کار کوي څو یې له مخې رسنۍ خپلو ورځينو کارونو ته دوام ورکړای شي.

ملګري ملتونه: ډېر ژوناليستان په افغانستان کې وژل شوي دي

افغانستان لا له پخوا راهیسې د خبريالانو له پاره يو خطرناک هيواد وو. د ژورناليستانو د ژغورني کمېټې د سپتمبر مياشتې په سر کې ويلي ول چې په دغه هيواد کې له ۲۰۰۱م کال راهيسې ۵۳ ژورناليستان وژل شوي. له دوی څخه یې ۳۳ تنو یوازې د ۲۰۱۸م کال راهيسې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په جولای مياشت کې د رويترز یو مشهور خبريال د طالبانو او افغان امنيتي ځواک ترمنځ د نښتو د پوښښ پر مهال ووژل شو. په ۲۰۱۴م کال کې د فرانسې خبري آژانس يو ژورناليست د خپلې مېرمني او دوو اولادونو سره د کابل پر يوه هوټل د بريد په ترڅ کې وژل شوی وو.

ب. ص/ ن. ز (APE)