1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ښځو پر کار بندیز به د ماشوم کارګرو شمیر لا زیات کړي»

۱۴۰۱ دی ۱۷, شنبه

د طالبانو له خوا په مرستندویه سازمانونو کې د ښځو پر کار کولو تر بندیز لګول کیدو وروسته، د ماشومانو د ملاتړ سازمان «سیف د چلډرن» په افغانستان کې د «ماشومانو کار» د زیاتیدو خبرارې ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4Lqdj
Kinderarbeit in Afghanistan
انځور: DW

د ماشومانو د ملاتړ سازمان «سیف د چلډرن» د شنبې (د جنورۍ ۶ نیټه) په ورځ په کابل کې وویل چې د ملاتړ د نه موجودیت له امله، ډیر شمیر ماشومان مجبوره کیږي چې د عاید ترلاسه کولو او د خپلې کورنۍ د بقا له پاره کار کولو ته مټې را ونغاړي.

«په درو کلونو کې په افغانستان کې سخته لوږه دوه برابره شوې»

د عیسوي اختر په ورځو کې سخت دریځه اسلامپاله طالبانو په ملي کچه او نړیوالو مرستندویه سازمانونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز اعلان کړ. د طالبانو دغه اقدام په نړیواله کچه له تندو نیوکو سره مخامخ شو. ډیر شمیر سازمانونو د ځوابي غبرګون په توګه په دغه هیواد کې خپل فعالیتونه ودرول.

په افغانستان کې ډیر شمیر ماشومان د طالبانو له خوا د واک تر نیولو لادمخه پر شاقه کارونو بوخت ول
په افغانستان کې ډیر شمیر ماشومان د طالبانو له خوا د واک تر نیولو لادمخه پر شاقه کارونو بوخت ولانځور: DW/O. Didar

سیف د چلډرن وویل چې د ښځو پر کولو کولو بندیز په داسې یو وخت کې لګول کیږي چې «افغانستان د خپل تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي او غذایي بحران تجربه کوي.» دغه مرستندویه سازمان په عاجل ډول د ښځو پر کار د لګول شوي بندیز لیري کولو غوښتنه وکړه.

سروې: نيمايې افغان کورنۍ په خپلو ماشومانو کار کوي

د دغه سازمان په وینا طالب چارواکي باید ډاډ ترلاسه کړي او دا تضمین کړي چې ښځینه کارمندانې کولی شي په خونډي ډول او بی له کوم خنډ څخه کار کولی شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د مرستو پورې وابسته او ضرورت ورته لري. د ۲۰۲۱م کال په اګست کې وروسته له دې چې طالبانو واک نیولی دی، په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا