1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان افغانستان ته پر نورو عسکرو لېږلو غور کوي

۱۳۹۶ مهر ۱۷, دوشنبه

په افغانستان کي د آلماني ځواکونو د ماموريت پای نه ښکاري. دا د دغه پوځ تر ټولو اوږد او جنجالي ماموريت بلل کيږي. د آلمان د دفاع وزارت اوس افغانستان ته د نورو عسکرو پر لېږلو غور کوي.

https://p.dw.com/p/2lUEU
Verteidigungsministerin Ursula von der Leyen
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer

د شپېگل مجلې د راپور له مخي د آلمان د دفاع وزارت د افغان امنيتي ځواک د روزلو له پاره د نورو عسکرو پر لېږلو غور کوي.

د شپېگل د راپور له مخي د افغانستان پېچلي امنيتي وضعيت ته په کتو سره د جرمني پوځي مشران دغه هيواد ته د نورو عسکرو پر لېږلو فکر کوي. ويل سوي دي چي کيدای سي په افغانستان کي د مېشتو ۹۸۰ آلماني عسکرو شمېر ۱۴۰۰ ته ورسيږي.

د آلمان د دفاع وزارت يوه وياند په دې اړه ويلي دي چي «په بېلابېلو برخو کي ملاحظات سته، خو تر اوسه پوري مشخصه پرېکړه سوې نه ده.»

د آلمان پوځ له نژدې ۱۶کلونو راهيسي په افغانستان کي په ماموريت بوخت دی. له وسله والو طالبانو سره دغه نه پرمختلونکې جگړه ناټو ځواکونو په ۲۰۱۳م کال کي پای ته ورسوله او په افغانستان کي ئې د افغان امنيتي ځواکونو د روزني ماموريت پيل کړ.

خو په افغانستان کي د وسله والو طالبانو سختو او دوامداره بريدونو ته په کتو سره، ناټو او په ځانگړې توگه امریکا متحد ايالات د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه ملاحظات لري او غواړي چي د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ډېر کړي.

د امريکا متحدو ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ په اگست مياشت کي اعلان وکړ چي افغانستان ته اضافي عسکر لږي، خو شمېر يې څرگند نه کړ. د امريکا د دفاع وزارت هغه مهال ويلي ول چي نزدې ۴۰۰۰ نورو اضافي ځواکونو ته اړتيا ده. دا چي په دې برخه کي امريکا له ناټو څخه څومره مرسته غوښتې تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.

د آلمان د دفاع وزارت د يکشنبې په ورځ څرگنده کړې ده چي دوی دوه کاله مخکي لا په افغانستان کي د خپلو ځواکونو حد اکثر حد(۸۵۰) عسکرو شمېر ۹۸۰ ته لوړ کړی دی او که ئې د عکسرو شمېر تر ۱۰۰۰ اوړي، بيا نو يوې سياسي پريکړي ته اړتيا ده، ځکه چي دا نو بيا د بشپړه وتلو له موخي څخه ليري خبره ده.

زموږ له ارشيف څخه: