1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بيت المقدس پر سر امريکا ته د آلمان خبرداری

۱۳۹۶ آذر ۱۵, چهارشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی، چې د اسرائيلو د پلازمېني په توگه د بیت المقدس په رسمیت پيژندل به سیمه ايزي ترینګلتیا ته لا پسې لمن ووهي. ښایي ترمپ د چهارشنبې د ورځې په وینا کې دغه موضوع یاده کړي.

https://p.dw.com/p/2oqRG
Jerusalem Felsendom Stadtansicht
انځور: picture-alliance/AP/O. Balilty

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل، د سه شنبې په ورځ امریکا متحدو ایالاتو ته له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د دغه هیواد د سفارت د انتقالولو د خطر په هکله خبرداری ورکړی دی.

ګابریل ویلي دي چې «د بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توګه په رسمیت پيژندل به کړکیچ آرام نه کړي، بلکې نوره به هم ورته لمن وهي.» هغه یادونه کړې ده چې «دا د هر چا په ګټه ده چې دغه کار تر سره نه شي.»

د دغه اقدام په هکله د نړیوالې ټولنې پر مخالفت سربیره هم، اټکل کیږي چې د امريکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ په خپله وینا کې دغه ښار د اسرائیلو د پلازمیني په توګه وپيژني. د ترمپ د ادارې یوه جګپوړي چارواکي چې د نوم د نه ښوولو په شرط یي له فرانسې خبري آژانس سره خبري کړي دي، ویلي دي چې ولسمشر به دغه اعلان د سیمې په وخت د یوې بجې له پاره د پلان شوې وینا په ترڅ کې وکړي.

خو دا رپوټ هم ورکړل شوی دی چې ترمپ به یو قانوني انصراف یا تیریدنه لاسلیک کړي، چې د سفارت انتقال به د نورو شپږو میاشتو له پاره وځنډوي.

د فلسطین د خپلواکمنې ادارې رسمي خبري آژانس لیکلي دي چې محمود عباس، د سه شنبې په ورځ ویلي دي ترمپ هغه ته تلیفون کړی وو، څو د سفارت د انتقالولو له پلان څخه یي خبر کړي.

د فلسطین د خپلواکمنې ادارې ویاند نبیل ابو رضینه، ویلي دي چې عباس «د دغه ګام له کبله (له ډیر وخت راهیسې ځنډیدلې) سولې پروسې، په سیمه او نړۍ کې د امنیت او ثبات په هکله د هغې له عواقبو څخه خبرداری ورکړی دی.»

د بیت المقدس مسله

د بیت المقدس حقوقي موقعیت د اسرائیلیانو او فلسطینانو تر منځ د سولې په پخوانۍ خبرو اترو کې یو له مهمو خنډونو څخه وو، په ځانګړې توګه د حاکمیت ویش او د مقدسو ځایونو د څارنې موضوع. یوه بله لویه موضوع د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د غیر قانوني هستوګنځایونو جوړیدل دي.

نړیوالې ټولنې تر اوسه هیڅکله بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه او یا هم د ښار په اطرافو کې د سیمو یو اړخیز الحاق په رسمیت نه دی پيژندلی. دغي سيمي د ۱۹۶۷م کال د شپږ ورځنې جګړې په ترڅ کې نیول شوي دي.

خو له دې سره سره هم، اسرائیلي چارواکو د ترمپ له ادارې څخه غوښتي ول چې په دې هکله پریکړه وکړي. د اسرائیلو د دفاع وزیر اویګدور لیبرمن، پر سپینې ماڼۍ غږ کړی وو چې «د تاریخي فرصت» څخه په ګټې اخیستنې سره بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توګه وپیژني او هیله یې څرګنده کړې وه چې «د امریکا سفارت په راتلونکي اوونۍ او یا میاشتې کې په بیت المقدس کې وویني.»

اروپا هم اندیښنه څرګنده کړې

د امریکا متحدو ايالاتو دغه وړانديز په اروپا کې له شک او خبرداریو سره مخامخ شوی دی. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې ترمپ ته یې یاده کړې ده چې د بیت المقدس حقوقي موقعیت د دوو دولتونو د حل لارې په مذاکراتو کې مشخص شي.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر ریکس تیلرسن سره د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسوولي فدریکا موګیرني، تر ملاقات وروسته ویلي دي، هر هغه اقدام چې د سولې د خبرو اترو د بیا پیلیدو هڅې کمزوري کوي «باید په بشپړ ډول ترې ډډه وشي.»

s.r/n.z (AP, dpa, Reuters)