1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او برتانيا هم د افغانستان څخه عسکر باسي

۱۳۹۰ تیر ۱۲, یکشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو څخه وروسته برتانيا او آلمان هغه دوه هيوادونه دي، چي په افغانستان کي تر نورو زيات سرتيري لري. هغوی هم د امریکا په څير له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د پيل اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/11o8D
الماني سرتيري، د افغانستان په شمال کی د گزمې پر مهال
الماني سرتيري، د افغانستان په شمال کی د گزمې پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

د روان ميلادي کال تر پايه به آلمان خپل 500 او برتانيا د راتلونکي ميلادي کال تر پايه خپل 800 سرتيري له افغانستان څخه وباسي. متحده ايالاتو ويلي دي چي لس زره به همدا سږکال وباسي.

د آلمان د پوځ لوی درستيز، فولکرويکر، په يوه مرکه کي ويلي:« د هغه هيواد به په افغانستان کي د خپل موجودو 4800 سرتيرو څخه د روان ميلادي مال تر پايه 500 بيرته خپل هيواد ته راوغواړي.»

ويکر د آلمان راډيو ته وويل چي دا هغه شمير دی، چي تير کال آلمان د نړيوالو ځواکونو د شمير د زياتوالي د يوې برخي په توګه د هندوکش د غرو لمنو ته واستول.

Bundeskanzlerin Angela Merkel besucht Afghanistan FLASH-Galerie
انځور: dpa

نوموړي په خپلي مرکه کي چي يوه برخه يې پرون د رسنيو لاس ته ورغله وويل: «دا هغه يو چوکاټ دی چي اوس پري غور کيږي.»

خو د آلمان لوي درستيز، يادونه وکړه دا چي په دقيقه توګه د روان کال تر پايه څه شمير آلماني سرتيري ايستل کيږي، د افغانستان له شمال څخه د امريکايي سرتيرو په وتلو پوري تړلې ده.

له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د ايستلو په لړ کي برتانيا به هم ډير ژر اعلان وکړي چي د راتلونکي کال تر پايه 800 سرتيري له افغانستان وباسي. دا خبر د هغه هيواد د سندي تايمز په ورځپاڼه کي نن خپور سوی.

Flash-Galerie Bundeswehr-Einsatz in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

د برتانيا دا اقدام وروسته له هغي نيول کيږي چي څه د پاسه يوه اوني مخکي د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چي سر له جولای څخه د روان کال تر پايه به 10 زره امريکايي سرتيري له افغانستان څخه ووزي او په ځينو سيمو کي به امينتي مسؤليت افغانانو ته وسپاري.

د برتانيا د دفاع وزارت يو وياند وويل:« په افغانستان کي د برتانوي سرتيرو کچه تل تر غور لاندي ده.» دغه وياند چي نوم يې په ورځ پاڼه کي نه دی ښودل سوی دا هم وويل چي: « صدراعظم ديويد کمرون لا مخکي څرګنده کړې، چي وروسته له 2015 کال وروسته به په افغانستان کي، برتانوي جنګي سرتيري پاته نه سي. دا خبره رښتيا ده که چيري هلته وضعيت او شرايط بدلون ومومي او په امنيت کي پرمختګ رامنځ ته سي، موږ به حتي ژر سرتيري خپل وطن ته ستانه کړو.»

تردې مخکي د مي په مياشت کي د برتانيې حکومت اعلان کړي ؤ، چي د نهو مياشتو په موده کي به 400 سرتيري له افغانستان څخه وباسي.

Flash-Galerie Bundeswehr-Einsatz in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

سنډې تايمز په خپل رپوټ کي يادونه کړې چي انتظار کيږي صدراعظم کمرون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړي، چي د راتلونکي 2012کال د فبروري څخه تر ډسمبر پوري د 500 تر 800 پوري سرتيري له افغانستان څخه وباسي.

په افغانستان کي تر امريکا وروسته بريتانيا دوهم هيواد دی، چي ډير سرتيري لري. د هغوی شمير 9500 ته رسيږي. تر اوسه پوري د ياغيانو سره په نښتو کي 374 برتانوي سرتيرو خپل ژوند له لاسه ورکړی. ډيری برتانوي سرتيري د هلمند په ناکرار ولايت کي مستقر دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل