1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: آلمان ته د راتلونکو مهاجرو شمیر تر حد زيات کم شوی

۱۳۹۴ اسفند ۲۴, دوشنبه

د بلډ په نامه آلمانۍ ورځپاڼي د رپور پر بنسټ په دې وروستیو اونیو او ورځو کې آلمان ته د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې د پام وړ کمښت راغلی دی. په تیرو ورځو کې په ورځنې حساب تر ۱۰۰ لږ مهاجر آلمان ته داخل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1ICbn
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

د ۲۰۱۶م کال په جنوري میاشت کې شاوخوا۷۰۰ ۶۴ مهاجر آلمان ته راغلي دي. په فبروري میاشت کې یعنې تر هغې یوه میاشت وروسته د هغو کسانو شمیر چې د پناه غوښتونکي په توگه د آلمان خاورې ته داخل شوي ۳۷ زره او ۶۰۰ تنو ته را کښته شوی دی.

آلمانۍ ورځپاڼي بيلد، پخپله یکشنبې ورځې (د مارچ میاشتې ۱۳) گڼې ليکلي دي چې د رواني میاشتي په لومړیو لسو ورځو کې په مجموع کې شاوخوا ۲۹۰۰ کسان د پناه غوښتونکي په توگه آلمان ته داخل شوي دي. ورځپاڼي دغه ارقام د آلمان د رسمي دولتي محفلونو په استناد خپاره کړي دي.

د دغو ارقامو پر بنسټ د تیري چهارشنبې په ورځ ۸۹ مهاجر او د پنجشنبې په ورځ بیا ۹۲ مهاجر د آلمان خاورې ته را اوښتي دي. په دې توگه په ۲۰۱۶م کال کې یعنې د مارچ میاشتې تر ۱۰ نیټې پوري ۱۰۵ زره نوو راغلو مهاجرو په آلمان کې خپل نومونه ثبت او راجستر کړي دي.

په تیر مني کې هره ورځ شاوخوا ۱۰ زره مهاجر د اتریش سرحد له لارې آلمان ته راتلل. د رویټرز خبري آژانس لیکلي چې آلمان ته د راتلونکو کډوالو شمیر د کمښت اصلي دلیل د بالکان مسیر د لاري بندیدل دي.

د بالکان پرته نوري لاري هم باید وتړل شي

د اترش د بهرنیو چارو وزیر سباستیان کُرس، د بالکان هیوادونو له خوا د مهاجرو پر مخ د سرحدونو تر تړل کیدو وروسته له پاتې نورو اروپایې هیوادونو څخه هم غوښتي دي چې په خپلو سرحدونو کې دې کنترول سخت کړي، څو مهاجر له نورو لارو اروپا ته داخل نه شي.

سباستیان کُرس د «بلډ ام زونټاگ» آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د بالکان هیوادونو په مسیر لویدیځ اروپا ته د راتلونکو مهاجرو د لارې تر بندیدو وروسته، د مدیترانې له لارې ایټالیا او له دغه ځایه نورو اروپایې هیوادونو ته د راتلونکو مهاجرو مخه هم باید ونیول شي.