1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته له کومو لسو هیوادونو ډیر کډوال رسیږي؟

۱۳۹۴ تیر ۲۳, سه‌شنبه

د روان کال په لومړۍ نیمایي کې آلمان ته ۱۷۹۰۳۷ پناه غوښتونکي رسیدلي. دا د تیر کال همدې مودې په پرتله ۱۳۲ سلنه لوړه شمیره ده. په هغو لسو هیوادونو کې چې ډیر وګړي یې آلمان ته راځي افغانستان په شپږمه شمیره دی.

https://p.dw.com/p/1FyCW
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

۱. د تیر کال په څیر سږ کال هم آلمان ته له سوریې څخه تر بل هر هیواد ډیر کډوال رسیدلي دي. سږ کال ۳۴۴۲۸ سوریایانو په آلمان کې پناه غوښتې ده.

۲. له کاسوو څخه آلمان ته د رسیدونو کډوالو کچه تر بل هر هیواد ډیره لوړه شوې ده. په داسې حال کې چې تیر کال ۲۴۳۷ د کاسوو وګړي آلمان ته د پناه غوښتنې په موخه رسیدلي وو سړ کال د هغوی شمیر ۳۱۴۰۰ تنو ته رسیدلی دی.

۳. البانیا بیا دریم هیواد دی چې ډیر وګړي یې آلمان ته راځي. د روان کال له لومړۍ میاشتې څخه بیا تر جون پورې ۲۲۲۰۹ تنه البانیان آلمان ته رغلي دي.

۴. د سیربیا د پناه غوښتونکو شمیر هم ۱۵۸۲۲ تنو ته رسیدلی دی. د بالکان هیوادونه چې سیربیا یې هم په ډله کې شامله ده امن هیوادونه دي او له دې کبله په آلمان کې د هغوی د وګړو د پناه غوښتنلیک د قبلیدو چانس کم دی.

۵. خو له عراق څخه رسیدونکي پناه غوښتونکي بیا د قبلیدو ښه چانس لري. سږ کال له دې هیواد څخه ۹۲۸۶ تنه آلمان ته د پناه غوښتنې په موخه راغلي دي. دا د تیر کال همدې مودې په پرتله درې برابره لوړه شمیره ده.

۶. سږ کال ډیر افغانان هم آلمان ته د ښه او امن ژوند په لټه کې رسیدلې دي. د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه ۸۱۷۹ تنه وګړو په آلمان کې پناه غوښتې ده. تیر کال د دغو کسانو شمیر ۴۵۲۸ تنه وو.

۷. له مقدونیې څخه آلمان ته د رسیدونکو کډوالو شمیر هم دوه برابره شوی دی او سږ کال ۶۷۰۴ تنو ته رسیدلی دی.

۸. که څه هم بوزنیا غواړي په اروپايي ټولنه کې شامله شي خو بیا هم له دغه هیواد څخه په روان کال کې ۴۰۶۱ تنه د پناه غوښتونکو په توګه رسیدلي دي.

۹. د اریتریا د کډوالو شمیر د تیر کال په څیر لوړ دی. په ۲۰۱۵ کال کې له دې هیواد څخه آلمان ته ۳۶۳۶ تنه رسیدلي دي.

۱۰. د ۲۰۱۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له نایجریا څخه هم ۲۸۶۴ تنه آلمان ته د پناه غوښتنې په موخه راغلي دي.

آلمان د اقامت یو نوي قانون تصویب کړی دی چې له مخې یې هغو کسانو ته چې په آلماني ټولنه کې ادغام شوي دي د پاتې کیدو ډیر چانس ورکړل شوی دی خو په بدل کې بیا هغه کسان چې په آلمان کې يې د قبلیدو امکان نه شته له دې هیواد څخه ایستل کیږي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، د خپرو شویو نویو شمیرو په اړه ویلي دي چې د کډوالو د شمیر لوړیدو یوه ننګونه رامنځ ته کړې ده او د هغو کسانو چې په «رښتیا محافظت ته اړتیا لري» او هغه کسان چې د قبلیدو چانس نه لري تر منځ باید توپیر وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب