1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د جمايکا په لور واړه ګامونه واخيستل شول

۱۳۹۶ مهر ۲۹, شنبه

د اتحاد، ليبرال او زرغون ګوندونو تر لومړنيو خبرو وروسته لا کوم ائيتلاف نه تر سترګو کيږي. په آلمان کې د دغو څلورو مختلفو ګوندونو د خبرو اصلي نتيجه دا ده چې ټولو ګوندونو خپل ښه نيتونه څرګند کړي دي.

https://p.dw.com/p/2mHUa
Deutschland Jamaika-Koalition Sondierungsgespräche
انځور: Getty Images/AFP/O. Andersen

د څلورو ګوندونو له خوا د ائيتلاف جوړولو په سر خبرو اترو تقريبا پنځه ساعته وخت ونيو. د جمعې تر ماښامه پورې يې دوام وکړ څو د مسيحي دموکرات، مسيحي سوسيال، ليبرال دموکرات او زرغون ګوند پلاوو دا خبره سره وسنجوله چې آيا د آلمان راتلونکی حکومتي ائيتلاف به د جمايکا د بيرغ په څېر يعنې تور زرغون او زيړ رنګونه ولري. د دغو خبرو اصلي ځای، د آلمان د پارلماني ټولنې يو لوی تالار وو. دا هغسې يوه شانداره ودانۍ ده چې د آلمان له پارلمان څخه يو څو قدمه لرې پرته ده.

رغونکې خو بې پايلې خبرې

له برخوالو څخه داسې اورېدل کيږي چې خبرې اترې «پرانيستې، رغونکې او متمرکزې» وې، خو د نتايجو انتظار يې لا نه کېده. د «سي دي يو» ګوند عمومي منشي، پېتر تاوبر، وويل چې په ځينو مواردو کې نظرونه سره يو وو، لکه د پرمختيايي چارو د سياست په برخه کې. خو تاوبر دا هم وويل چې په امنيتي چارو کې لا دريځونه سره ډېر وېشلي دي.

د «اف دي پي» ګوند عمومي منشي، مېرمن نيکولا بېر، داسې وويل چې مشترک نظرونه هرومرو موجود ول. خو سره له دې هم د جمايکا په لور لا اصلي پرمختګ نه دی شوی. زرغون ګوند بيا د خبرو اترو په اول پړاو کې ځينې پرمختګونه ليدلي دي. د زرغون ګوند اجرائيو مشر، ميشايل کېلنر، وويل چې ډېرې پراخې خبرې اترې وشوې چې «د تالندې برېښنا په څېر ځينې ښې مفکورې خو ځينې تيارې اوريځې هم پکې موجودې وې، خو اصلي رعد و برق يا تندر بيا ونه ليدل شو.»

دا د ائيتلاف جوړولو په سر د خبرو اولنی پړاو چې څلور واړو ګوندونو په کې برخه واخيستله. يو څو ورځې مخکې کوچنيو ګوندونو سره ليدلي وو څو په تېره بيا د خبرو اترو فضا ښايسته شي. دا ځکه چې زرغون ګوند تر اوسه پورې د بايرن آيالت د مسيحي سوسيال يا «سي اس يو» ګوند له پاره اصلي سياسي رقيب بلل کېده. د دې علت دا دی چې زرغون ګوند د پېټرولي او ډيزلي موټرو د منع کولو له پاره مبارزه کوي. ليبرال او زرغون ګوندونه هم په خپلو منځو کې نه يوازې د چاپېريال ساتنې او انرژۍ د سياستونو په برخه کې سره کلک مخالفتونه لري.

د خبرو دولس ټکي او د مخالفتونو ډېر امکان

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل د خبرو دغه لومړی پړاو د ماسپښين په څلور نيمو بجو پرانيستی وو. د خبرو اترو مېز ته ۵۲ ګډونوال سره راغونډ شوي ول. مېرکل له خبرو مخکې ډېره خوشبينه وه، هغې وويل چې هغه دې ته چمتو ده چې «سم غور وکړي» څو اختلافات له منځه يوړل شي. د مسيحي دموکرات ګوند مشر، هورست زېهوفر، هم د دې امکان رد نه کړ چې د ائيتلاف جوړولو په سر خبرې اترې ښايي ډېر ژر نتيجه ورکړي. خو د خبرو له پاره ډېر موضوعات هم ټاکل شوي ول.

څلور واړو ګوندونو دا توافق سره کړی وو چې د دولسو ټکو په هکله بايد خبرې وشي. د هرې موضوع له پاره شل دقيقې وخت په نظر کې نيول شوی و چې تر ټولو مهم دريځونه په کې مطرح شول. ټول هغه موضوعات ياد شول چې راتلونکی حکومت يې بايد په هکله کار وکړي، لکه مالي چارې، د حکومت بودجه او ماليه، اروپا، کډوال، اقليم او د تقاعد مسايل. له دې کبله د ژورو بحثونو او د مخالفتونو د ښکاره کولو له پاره کافي وخت نه وو موجود.