1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

​​​​​​​آلمان - سږکال به مهاجر له ۲۰۰ زرو کم وي

۱۳۹۶ آذر ۲۶, یکشنبه

آلمان وړاندوينه کوي چې په روان کال کې به دغه هيواد ته د تازه وارد شويو مهاجرو مجموعي شمير له ۲۰۰ زرو څخه ښکته وي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت د ردشويو مهاجرو د داوطلبانه ستنيدو په برخه کې نوی تشويقي وړانديز ګټور بللی دی.

https://p.dw.com/p/2pVOg
Syrische Flüchtlinge in Deutschland
انځور: picture alliance/dpa/S. Pförtner

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د تازه آمارو پر اساس، د روان کال د نوامبر مياشتې تر پايه پورې دغه هيواد ته تازه شاوخوا ۱۷۳ زره مهاجر داخل شوي دي. د کورنيو چارو وزارت، دغو ارقامو ته په کتو وړاندوينه کوي چې د روان کال تر پايه پورې به آلمان ته د تازه وارد شويو مهاجرو شمير له ۲۰۰ زرو څخه وانه وړي. د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد ام زونتګ» ته ويلي دي چې د مهاجرو کلنۍ شميره به د بايرن مسيحي سوسيال ګوند د غوښتنې په محدوده کې جريان ولري. د بايرن مسيحي سوسيال ګوند مشر هورست زيهوفر تر دې وړاندې ټينګار کړی وو چې د آلمان فدرالي حکومت دې په هر کال کې آلمان ته د تازه وارد شويو مهاجرو له پاره د ۲۰۰ زرو رقم وټاکي.

ترلاسه شوي رسمي ارقام ښيي چې په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا ۲۸۰ زره پناه غوښتونکي او يو شمير مهاجر آلمان ته داخل شوي دي. دغه شميره په ۲۰۱۵ کال کې ۸۹۰ زرو ته رسيدلې وه.

په تيرو دوو کلونو کې د مهاجرو په شمير کې د کموالي د رامنځ ته کيدو اساسي دلايل، د بالکان لارې تړل کيدل او د مهاجرو پر موضوع ترکيې سره د اروپايي اتحاديې تړون پر ګوته کيږي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د ردشويو مهاجرو د اخراج په برخه کې د لا ډيرو سهولتونو د برابرو وړانديز کړی دی. هغه ويلي دي چې په شرايطو برابر مهاجرو د ساتنې له پاره دې په آلمان کې لازيات هستوګنځايونه جوړ کړل شي. د ديميزير د غوښتنې پر اساس، وروسته له دې به آلمان ته ټول تازه وارديدونکي مهاجر د «تصميم نيونې» او «بيرته ستنيدا» په همدې مرکزونو کې ساتل کیږي. هغه ويلي دي: « يوازې هغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنې يې منل کيږي، له يادو هستوګنځايونو څخه دې د آلمان نورو سيمو ته تقسيم بندي کړل شي. هغه کسان چې رد کيږي، په همدې مرکزونو کې به پاتې کيږي او اخراج به يې هم آسانه ترسره کيږي.»

د آلمان د کورنيو چارو وزير د مهاجرو د بيرته ستنيدو په برخه کې د نوي تشويقي پروګرام څخه خوشبينه ښکاري. د دغه پروګرام له مخې، هره هغه کورنۍ چې له آلمان څخه بيرته په خپله خوښه خپل هيواد ته ستنيږي وبه شي کړای تر ۳ زرو يورو پورې نغدې مرستې ترلاسه کړي. ديميزير ويلي دي چې تر اوسه يې له دغه تشويقي پروګرام څخه د ګټې اخيستو په موخه، ۲۰۰ غوښتنليکونه ترلاسه کړي دي.

د دغه پروګرام غوښتونکي افغان، عراقي او سوريايي مهاجر دي. توماس ديميزیر په دې اړه وويل چې «لمړنۍ تجربې مثبتې دي.»