1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د افغانانو په قبولي کي څرګند کمښت راغلی

۱۳۹۶ اردیبهشت ۴, دوشنبه

په آلمان کي د افغان مهاجرو د پناه غوښتني په ردېدو کي زياتوالی راغلی دی. له ۲۰۱۵م کال راهيسي د افغانانو د منلو سلنه له تقريباً ۷۷ څخه ۴۸ سلني ته راکښته سوې ده.

https://p.dw.com/p/2bm5b
Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
انځور: Sirat

د آلمان «پاساور نويه پرېسه» ورځپاڼي د خبر له مخي په آلمان کي د افغان پناه غوښتونکو په منلو کي تقريبا ۳۰ سلنه کمښت راغلی دی. د راپور له مخي له ۲۰۱۵م کال راهيسي د افغانانو په قبولۍ کي په دوامداره توګه کموالی راغلی او دغه کمښت لا ادامه لري.

په داسي حال کي چي په ۲۰۱۵م کال کي د افغان پناه غوښتونکو ۷۷،۶ سلنه يې قبولي ترلاسه کړې وه، په ۲۰۱۶م کال کي دغه سله ۶۰،۵ ته راکښته سوې وه.

د ورځپاڼي د راپور له مخي د روان ۲۰۱۷م مېلادي کال په تيرو مياشتو کي د افغان پناه غوښتونکو د قبولۍ کچه ۴۷،۹ سلنې ته راکښته سوې ده. ورځپاڼي د خپلو معلوماتو منبع د آلمان د کورنيو چارو وزارت هغه راپور بللی دی، چي د آلمان په پارلمان (بُندستاگ) کي د کيڼ اړخو ګوند د فراکسيون د پوښتني په جواب کي يې وړاندي کړي دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي په جنوري او فبروري مياشتو کي په ټوليزه توګه د ۲۷۶۳۹ پناه غوښتني دوسيې ارزول سي، چي پکښي د ۱۴۴۰۳دوسيو په اړه يې د رد پريکړه سوې ده.

د رد سوو افغانانو پر اخراج نيوکي

د آلمان کيڼ اړخه ګوند د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج پر پروسې سختي نيوکي کړي دي. د دغه هيواد په پارلمان کي د ياد ګوند استازي اولا يېلپکه و «پاساور نويه پرېسه» ته ويلي دي چي په افغانستان کي د امنيت د لا خرابېدو سره سره د «سياسي لارښوونو» پر اساس، افغانستان ته د افغانانو اخراج يو «بېرؤنکی» سيګنال دی.

په پارلمان کي د زرغون ګوند د فراکسيون (جرگه گۍ) وياندي لوييزه امټسبېرګ يادي ورځپاڼي ته ويلي دي چي افغانستان ته اخراجول يو «غير مسؤلانه» عمل دی.

افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو بېرته لېږد د آلمان په ايالتونو کي بېل بېل ارزول کيږي. په دې ترڅ کي د آلمان د کورنيو چارو وزارت د ځینو ايالتي سياستوالو هغه غوښتنه ونه منله چي افغانستان ته دي د مهاجرو د اخراج پروسه ودرول سي.

د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل هم د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج پروسې ملاتړ کوي.

زموږ له ارشيف څخه: