1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ مونشن کي د چړې شکمن بريدګر ونیول سو

۱۳۹۶ مهر ۲۹, شنبه

د آلمان په مونشن ښار کي يو سړي د چړې په بريد کي ۴ کسان ژوبل کړي دي. پوليس وايي چي د دغې پيښي پلټنې يې پېل کړي دي.

https://p.dw.com/p/2mHZB
München Messer-Attacke Bayern
انځور: Reuters/M.Dalder

تعقيت: پوليسو ويلي چي شکمن بريدګر يې نيولی دی. د پوليسو په وینا نيول سوی کس د هغه تفصيل سره سمون خوړی چي د بريدګر د جامو او شکل په هکله ورکلو سوي ول. پوليسو زياته کړې چي دغه کس د نيول کيدو پر وخت هڅه وکړه چي له پوليسو وتښتي خو پوليسو هغه قابو کړ. د وروستيو معلوماتو له مخي په ټوليز توګه ۵ کسان د چړو په دغو بريدونو کي ژوبل سوي دي. 

مخکنی خبر

د راپورونو له مخي د آلمان په مونشن ښار کي يو کس د چړې په مرسته ۴ کسان ژوبل کړي دي. پوليسو پر خلکو ږغ کړی دی چي د بريد له سيمي دي ځان ليري وساتي. دغې پيښي په ښاريانو کي د زړو بريدونو ويري بيا راتازه کړي دي.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي بريد کوونکی تر اوسه لا نيول سوی دی. د پوليسو د معلوماتو له مخي په ژوبل سوو کسانو کي يو هم داسي سخت نه دی ژوبل سوی چي ژوند ته دي يې ګواښ وي.

پوليسو ويلي چي د بريد ګر تلاښ په لويه پيمانه ادامه لري. دا چي دغه بريد د روزن هايمبر پلاڅ نومي ډګر ته نژدې رامنځ ته سوی نو پوليس په زياته بيا د دغې سيمي په ساحه کي تلاښ کوي.

روزن هايمر پلاڅ

دا چي د دغه بريد لاملونه څه دي لا تر اوسه معلوم نه دي. پوليسو د ټويټر له لاري د سيمي پر اوسېدونکو ږغ کړی دی چي د امکان تر حده د روزن هايمر پلاڅ څخه ليري پاته سي. ځايي اطفايې هم پر ټويټر پر خلکو ږغ کړی چي له دغه سيمي څخه ليري پاته سي.

مرستندويانو ويلي چي کوم کسان چي ژوبل سوي د هغوی طبي مرستي ادامه لري. د دغې پيښي په تړاو نور معلومات لا نه دي ورکول سوي.

د معلوماتو له مخي بريدګر په پنځو بيلو ساحو کي پر خلکو په چاړه بريد کړی او څلور انسانان يې معمولي ژوبل کړي دي. د روزن هايمر پلاڅ تر څنګ د بېلګي په توګه په پاولانر پلاڅ او پر شټېنډلر کوڅه هم دغه کس پر خلکو د چړې د بريدونو هڅه کړې ده.

د پوليسو په وينا بريدګر پر تور بايسکل سپور ؤ او عمر يې تقريبا ۴۰ کاله دی. ويل سوي چي دغه کس يوه بسته په شا ده چي پلاسټيکي کوربچه هم پکښي پېچل سوې ده، تور پلتون يې په ځان دی او زرغون سپورټي جاکټ يې اغوستی دی.

تازه پيښي خلکو ته د ۲۰۱۶ کال د جولای مياشتي پيښي بيا ور په ياد کړې ده چي پکښي يو ۱۸ کلن سړي ۹ انسانان په ډزو ووژل.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.07.2016):