1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« له ۲۰۱۰ کال راهیسې مو د ۱۸ اسلامپالو بریدونو مخه نیولې»

۱۴۰۲ آذر ۲۲, چهارشنبه

د آلمان د جنايي جرمونو د پولیسو ادارې د سه شنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد پولیسو له ۲۰۱۰ کال راهیسې د ۱۸ اسلامپالو په لاس د ترهګریزو بریدونو مخه نیولې ده.

https://p.dw.com/p/4a64i
Deutschland Migranten in Forst an der deutsch-polischen Grenze
د روان کال په لومړیو کې د هامبورګ په ښار کې د پولیسو لخوا دوه هغه بریدونه هم خنثی شول، چې د یوه کمربند په مرسته یې غوښتل ظاهرا په سویډن کې یوه کلیسا په نخښه کړي.انځور: Lisi Niesner/REUTERS

د آلمان د جنايي جرمونو پولیسو ادارې په دې اړه ویلي: «له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې د قانون پلي کوونکو چارواکو له خوا د ۱۸ داسې بریدونو مخه نیولې چې د اسلام پالو انګیزه یې لرله، مخه نیول شوې ده.»

د پولیسو په وینا، د دغو بريدونو نهه يې د نارت راين ويستفالن په ايالت کې، چې د آلمان تر ټولو ډیر نفوس لرونکی ايالت دی، شنډ شوي دي.

په دغو بریدونو کې په ۲۰۱۱ کال کې یو پلان شوی چاودیدونکو توکو پرمټ برید، په همدې کال کې یو بل برید د ګرمې وسلې په مرسته او په ۲۰۱۳ کال کې د ښې اړخي افراطي ګوند پر مشر «پرو ان آر وي» په اړه یو برید پلان شوی و.

دغه راز په دغو بریدونو کې د هغو چاودنو پلان هم شامل دی چې ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کال کې د آلماني سرتیرو پر وړاندې ترسره کیده.

د فدرالي جنايي پولیسو اداره  وايي چې  په ۲۰۱۷ کال کې یې  د آلمان په کولن کې د هغهبرید مخه هم نیولې چې  د راسین زهري موادو په مرسته ترسره کیده.

د آلمان  د دغې ادارې په وینا پولیسو په فرانکفورت کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د برید مخه هم نیولې او په ۲۰۱۸ کال کې یې پر یوه نایټ کلپ د ترسره کیدونکې چاودنې مخه هم ډپ کړې.

د روان کال په لومړیو کې د هامبورګ په ښار کې د پولیسو لخوا دوه هغه بریدونه هم خنثی شول، چې د یوه کمربند په مرسته یې غوښتل ظاهرا په سویډن کې یوه کلیسا په نخښه کړي.

دغې ادارې ویلي چارواکو په لومړي سر کې له بهر څخه د اوو ناکامو بریدونو په اړه کره معلومات ترلاسه کړي دي. دغې ادارې دا ادعا هم کړې چې د چارواکو لخوا په لومړیو پړاونو کې ډیری احتمالي اسلامپالي بریدونه شنډ شوي چې شمیرې په دې کې نه دي شاملې.

په آلمان کي تر خونړۍ پيښي وروسته د مسلمانانو اندېښنې زياتي سوي