1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان مهاجرو ته د بيرته تگ په بدل کي څومره پيسې ورکوي؟

۱۳۹۶ آذر ۲۱, سه‌شنبه

د آلمان حکومت د هغو مهاجرو له پاره چې په خپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ګرځي، د مالي مرستو د ورکړې وړاندیز کړی. خو پوښتنه دا ده چې دغه مالي مرسته څومره او چا ته ورکول کیږي؟

https://p.dw.com/p/2pDTA
Afghanistan Kabul abgeschobene Asylbewerber kehren zurück Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د آلمان حکومت له کلونو راهیسې هغو مهاجرو ته چې له آلمان څخه بیرته خپلو هیوادونو ته په رضا کارانه توګه د تګ له پاره چمتو شي، یو مقدار مالي مرستي ورکوي. د دې ترڅنګ د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د روانې میاشتې په ترڅ کې د دې مالي مرستو د ډیرښت خبر ورکړ.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر په حواله، هغه مهاجر چې د ژوندانه د ستونزو له امله آلمان ته راغلي وي، دوی ته به خپلو هیوادونو ته په خپله خوښه د تګ په صورت کې مالي مرستې ورکړل شي ترڅو دوی په خپلو ټاټوبو کې ځای پر ځای شي او خپل ژوند ته ادامه ورکړي.

د «ستاسو هیواد، ستاسو راتلونکي» ترنامه لاندي دغه وړاندیز د درو میاشتو له پاره دی او ټاکل شوې چې د راتلونکې نوي عیسوي کال په فبروري میاشت کې به بیرته پای ته ورسیږي.

د دې پروګرام په چوکاټ کې که یو مهاجر وغواړي په خپله خوښه بیرته خپل اصلي هیواد ته ولاړ شي، په دې صورت کې تر۲۲۰۰ یورو پورې مالي مرستې ورکول کیږي.

تر دې مخکي دغه راز مالي مرستي ۱۲۰۰ یورو وې. په دې ترتیب که یوه کورنۍ چې د کورنۍ د غړو شمیر یې درې کسان وي او دوی وغواړي چې د دې پروګرام په چوکاټ کې بیرته خپل هیواد ته وګرځي، نو په دې صورت کې دوی ته نږدې ۶ زره یورو مالي مرسته ورکول کیږي.

د توماس دیمیزیر په حواله «که چیري تاسې د فبروري میاشتې تر پایه پورې خپل هیواد ته د بیرته ګرځیدو پریکړه وکړه، نو تاسې په خپل هیواد کې د لومړي کال له پاره د ژوند کولو د ستونزو په حل کې مرسته ترلاسه کولی شئ.»

د علي په نامه یو مهاجر د آلمان په هاګن ښار کې له خپلې میرمنې او څلورو ماشومانو سره ګډ ژوند کوي. د علي په حواله دغه وړاندیز یوازې د هغو مهاجرو له پاره د منلو دی چې په آلمان کې د پاتېدو هیڅ هیله ونه لري.

هغه وايي: «د شرقي اروپا او افریقايي هیوادونو ډېر داسې مهاجر دي چې دوی په دې خبر دي چې د دوی د پناه غوښتنه به [په آلمان کې] رد شي او دوی به له دې هیواد نه اخراج ته اړ شي.»

dpa,epa(K.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: