1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان نور د یونان او ایټالیا څخه مهاجر نه مني

۱۳۹۶ بهمن ۹, دوشنبه

د یونان او ایټالیا څخه د مهاجرو اخیستل پای ته رسیدونکي دي. آلمانۍ ورځپاڼي «دې ویلت» رپوټ ورکړی دی چي په ۲۰۱۷م کال کي د هغوی ناقل کیدل تر ډیره حده پوري پای ته رسیدلي دي او په راتلونکي اوونیو کي به ځیني پاته کسان ومنل سي.

https://p.dw.com/p/2rgOM
Grichenland Flüchtlinge im Hafen von Piräus
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ آلماني ورځپاڼي «دې ویلت» ته ویلي دي چي په ۲۰۱۷م کال کي د پناه غوښتونکو  تقسیمات تر ډیره حده پوري پای ته رسیدلي دي. په راتلونکي اوونیو کي به یوازي هغه مهاجر ومنل سي چي تیرکال یې د اخیستلو امکان نه وو.

په ۲۰۱۵م کال کي د مهاجرت د بحران پر وخت د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه مکلف سول چی د ټولني د بهرنیو سرحدونو له هیوادونو څخه پناه غوښتونکي ومني. آلمان په لومړي سر کي د ۲۷۰۰۰ کډوالو منلو ژمنه کړې وه خو په حقیقت کي یې یوازي ۱۰۲۶۵ تنه منلي دي.

د کورنیو چارو وزارت په حواله د انتظار برخلاف په ښکاره ډول سره لږو کسانو آلمان ته د راتگ شرایط پوره کړي دي. په دې منځ کي په یونان کي نور تقریبأ هیڅ یو پناه غوښتونکی هم نسته چي آلمان ته د راتگ چانس ولري.

په ایټالیا کي بیا د ناقلیدلو له پاره په رسمي ډول یوازي ۳۰۰۰  پناه غوښتونکي پاته دي. د ناقل کیدلو او تقسیماتو په دغه پروگرام کي یوازي هغه کسان برخه اخیستلای سي چي د داسي هیوادونو څخه راځي چي د پناه غوښتنلیک د قبلیدو چانس یې ۷۵ سلنه وي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي:«آلمان د اروپايي ټولني نورو هیوادونو په پرتله په ټوله کې ډیر پناه غوښتونکي منلي دي.»

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(03.12.2017)