1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په سختۍ سره الجزاير ته ماته ورکړه

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۱۰, سه‌شنبه

د آلمان د فوټبال لوبډله له الجزاير سره له ضعيفه پيل سره سره بيا هم په دې وتوانېده چي يو پر څلورم فاينل ته لاره ومومي. په يو پرڅلورم فاينل کي به آلمان له فرانسې سره مخامخ سي.

https://p.dw.com/p/1CT9F
WM 2014 Achtelfinale Algerien Deutschland
انځور: Reuters

په برازيل کي د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کي د دوشنبې په ناوخته ماسخوتن هيچا داسي فکر نه کاوه چي د آلمان د فوټبال لوبډله به له الجزاير سره په لوبه کي دوره ستونزي ولري.

د لوبي د لومړۍ نيمايي په اول نيم ساعت کي د الجزاير لوبډلي د آلمان پر گول باندي دومره حملې وکړي چي په هره دقيقه کي احساس کېدی چي لوبه به د الجزاير په گټه روانه سي.

خو د آلمان لوبډلي کولکيپر مانويل نوير داسي وځلېد چي د الجزاير لوبډلي ته يې تقريباً هيڅ چان سور نه کړ.

المانۍ لوبډلي د لوبي په ۳۵مه دقيقه کي په دې وتوانېده چي لوبه لږ کنترول کړي او په سنټر کي توپ يو بل ته سره گېل کړي. خو دې کيفايت نه کاوه. د الجزاير لوبډلي ډېر سخت مقاومت کاوه او د آلمان له دفاع يې هم په وارو وارو ماته کړه.

د لوبي لومړۍ نيمايي چي آلمان پکښي ډيري ستونزي لرلې او الجزاير برعکس پياوړی وو بيا هم صفر صفر پای ته ورسېده.

له اټکل سره سم د لوبي په دوهمه نيمايي کي آلماني لوبډلي لوبه ډېره په خپل کنترول کي پيل کړه او د دوهمي نيمايي تقريباً لس دقيقې توپ يوازي د آلمان لوبډلي په پښه کي وو. په دغه وخت کي د آلماني لوبډلي د گول وهلو چانسونه ډېر سول خو د الجزاير لوبډلي کولکيپر داسي وځليد چي د آلماني لوبغاړو په زړونو کي يې داغونه پريښوول.

د المان لوبډلي گولکيپر مانويل نوير، په دغه لوبه کي تر ټولو ښه وځلېد
د المان لوبډلي گولکيپر مانويل نوير، په دغه لوبه کي تر ټولو ښه وځلېدانځور: Reuters

د لوبي دوهمه نيمايي بيا هم مساوي پای ته ورسېده او لوبه د فيفا له قوانينو سره سم د نيم ساعت له پاره بيا وغځېده.

د اضافي وخت په لومړيو پنځو دقيقو کي آلماني لوبغاړي توماس مولير د الجزاير دفاع ماته کړه او خپل ملگر انرې شولير، ته يې په پاس ور کړ او هغه لوبه يو صفر په خپله گټه روانه کړه.

اوس داسي وخت دی چي دواړي لوبډلي ډيری ستومانه سوي او هره دقيقه له خطره ډکه ده. په دغسي وخت کي نو د دفاع يوه غلطي د ټولي لوبي رنگ وربدلولای سي.

د اجزاير لوبډلي ډېر کوښښ کاوه چي لوبه مساوي کړي او بيا هم يو چانس پيدا کړي چي په پينالټيو کي د آلمان لوبډله راگير کړي. خو هغوی د لوبي په وروستيو کي ډېر ستومانه ښکارېدل او توپ تقريباً له آلمانۍ لوبډلي سره وو.

د اضافي وخت په وروستۍ دقيقه کي آلمان بيا وتوانېد چي الجزاير ته يو گول ووهي او لوبه دوه صفر په خپله گټه روانه کړي. په دغه وخت کي هرڅه روښانه سول چي الجزاير نور لوبه بايللې ده. خو نه دوی خپل مورال له لاسه ور نه کړل او د لوبي په وروستيو ثانيو کي يې تر يوه ښه پاس وروسته يو گول وواهه، او لوبه دوه صفر د آلمان په گټه تمامه سوه.

په دې سره نو الجزاير په برازيل کي د فوټبال له نړيوال جامه ووت او آلمان يو پر څلورم فاينل ته لاره وموندله. آلمان به په يو پر څلورم فاينل کي د جمعې په ورځ له فرانسې سره ولوبيږي.

نن به ارجنټاين له سويس او بلجيم به له امريکا متحده ايالاتو سره لوبه وکړي. د دوغو لوبو گټونکي به بيا د شنبې په ورځ په يو پر څلورم فاينل کي يو له بل سره مخامخ سي.