1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان کي د نابالغ مهاجرو د واقعي عمر معلومولو طبي معاينات»

۱۳۹۶ آذر ۱۹, یکشنبه

د آلمان د صدراعظمې انګلا مرکل ګوند (CDU) د نوي حکومت تر جوړيدو د مخه سپارښتنه کړې چې آلمان ته د رسيدلو نابالغو مهاجرو د اصلي عمر د معلومولو له پاره دې په ټول هيواد کې د طبي معايناتو تر سره کول قانوني وګرځول شي.

https://p.dw.com/p/2p6B3
Deutschland Junger Migrant in der S-Bahn in Berlin
انځور: picture alliance/dpa/W. Steinberg

د آلمان د صدراعظمې انګلا مرکل ګوند (سي. ډي. یو) د نوي حکومت تر جوړيدو د مخه سپارښتنه کړې ده، چې آلمان ته د رسيدلو نابالغو مهاجرو د اصلي عمرونو د معلومولو د پاره دې په ټول هيواد کې د طبي معايناتو تر سره کول قانوني وګرځول شي.

د مسيحي دموکرات اتحاد (سي. ډي. يو) د کورنيو چارو کارپوه، آنسګار هاويلنګ له يوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي: «د هيواد په کچه د عمر معلومولو له پاره د طبي معايناتو قانون ته اړتیا ليدل کيږي». هاولينګ زياته کړه چې نابالغ مهاجر ځانګړو سهولتونو ته اړتيا لري او دا د دوي حق دی، خو دوی به دغو سهولتونو ته د واقعي عمر تر معلوميدو وروسته لاسرسی پيدا کوي.

د (سي. ډي. يو) اتحاد د کورنيو چارو دغه کارپوه وويل چې د واقعي عمر د معلوملو له پاره د موثرو طبي معايناتو امکانات شتون لري او دغه کار د اطريش په ګډون په ځينو نورو ګاونډيو هيوادونو کې لا د مخه پيل شوی دی.

په پارلمان کې د انګلا مرکل د ګوند يو بل مهم غړي نادين شوون هم د هيواد په کچه د نابالغو مهاجرو د اصلي عمر د معلومولو پر موضوع ټينګار او ويلي يې دي چې په حقيقت کې بايد د کوچنيو نجونو او هلکانو پالنه، د هغو د اصلي عمرونو له مخې ترسره شي. هغه پر دې خبره ټيڼګار وکړ چې « دغه سهولتونه دې د ځينې ځانګړې لامل له وجې تر ۲۱ کلنۍ پورې په نظر کې ونيول شي.»

شوون زياته کړه چې آلمان ته په کار ده تر څو په دې برخه کې د اطريش، دنمارک او سويډن په شان ګاونډيو هيوادونو څخه زده کړه وکړي او په کار ده چې په نوي حکومت کې دغه قانون په ټولو ايالتونو کې په نظر کې ونيول شي.

د دغې غوښتنې پر اساس، په هغه صورت کې چې د يو مهاجر پر عمر باندې شک وي، د واقعي عمر د معلومولو له پاره يې د بصري معايناتو د ترسره کيدو سپارښتنه کيږي. د نادين شوون په حواله، د لاسونو د هډوکو پوخوالی، د بدن ایکس رې او د غاښونو معاينات عمومي خبرې دي. داکتران کولای شي د دغو معايناتو له لارې  په ابتدائي توګه د هغو مهاجرو تخميني عمرونه معلوم کړي کوم چې په يوازې سر سفرونه کوي. د هغه په خبره، دا هغه څه دي چې د نابالغو مهاجرو د پالنې په اړه پريکړو کې ډير موثر او مرستندويه ثابت شوي دي.