1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلماني رسنۍ د مهاجرو پر جرمونو زیات تمرکز کوي»

۱۳۹۶ مرداد ۱۴, شنبه

يوه نوې څيړنه ښيي چې په آلمان کې د مهاجرو پروړاندې د تاوتريخوالو د زياتيدو سربيره، رسنۍ د مهاجرو پر جرمونو زيات تمرکز لري. آلمان کې د مهاجرت موضوع له ۲۰۱۵ کال راپديخوا د خبرونو په سر کې ځای نيولی دی.

https://p.dw.com/p/2hjkF
Deutschland Prozess gegen syrischen Flüchtling Zanar H.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Kaiser

آلمان کې پر ميشتو کډوالو باندې د ترسره شويو حملو ګراف نژدې درې برابره لوړ شوی دی. کډوالو لخوا د ترسره شويو جرمونو کچه هم همدومره لوړه شوې، خو يوه نوې څيړنه ښيي چې آلماني رسنيو سږکال تر ډیره د مهاجرو لخوا جرمونه تر پوښښ لاندې نيولي دي.

د مايکرو ميډيا ښوونځي د ژورناليزم پروفيسور توماس هسترمن دويچه ويله ته يې وويل چې ده او ټيم يې د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ تر اپريل مياشتې د مهاجرت پر موضوع د آلمان د څلورو ملي ورځپاڼو پر۲۸۳رپوټونو او ۸۱ تلويزني خبرونو څيړنې ترسره کړي دي.

د کلن د نوي کال شپې پيښه

آلماني رسنيو هغو جرمي پيښو ته چې مهاجرو ته يې نسبت ورکول شوی په پراخه کچه خپل پام اړولی دی. څيړنې ښودلې چې د ۲۰۱۶ کال د جشن په شپه په کلن ښار کې پر ښځو د جنسي زورونۍ وروسته، د مهاجرو په تړاو رپوټونو کې خورا بدلون رامنځ ته شوی.

پروفيسور هسترمن وايي چې رسنۍ په دې برخه کې داسې رپوټونه خپروي چې هغه تر ډيره حده د دې سبب واقع کيږي چې مهاجرو په هکله يو «تياره» انځور ورکړي.

تر ټولو وروستۍ جرمي پيښه چې د آلماني رسنيو د خبرونو په سرټکو کې يې ځای نيولی د جولاي مياشتې په ديرشمه د هامبورک ښار په يوه سوپرمارکيټ کې د يو۲۶ کلن فلسطيني کډوال لخوا پر خلکو د چړې حمله وه. دغې پيښه کې يو ۵۰ کلن کس ووژل شو او څو تنه نور سخت ټپيان شول.

مهاجرو په تړاو څلور برابره زيات رپوټونه

که څه هم د جنايي جرمونو کچه په دې کال کې درې برابره لوړه شوې ده خو د مايکروميډيا ټيم په خپلې څيړنه کې موندلې ده چې آلماني رسنيو د ۲۰۱۴ کال په پرتله سږکال د مهاجرو لخوا د ترسره شويو جرمونو په اړه څلور برابره ډیر رپوټونه خپاره کړي دي.

څيړنه کې موندل شوې ده چې آلماني رسنيو سږل د ۲۰۱۴ کال په پرتله مهاجرو پورې اړوند جرمي رپوټونه ۵۰ سلنه زيات خپاره کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې امنيتي مسئولان اوس هم د مهاجرو او دهغو پر هستوګنځايونو د افراطيانو لخوا چې د مهاجرو له شتون سره مخالف دي د ترسره شويو حملو پيښې ثبتوي.

ویل شوي چې د مهاجرو پر جرمي قضيو تر ټولو زيات آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» تمرکز لرلی دی. د دا ډول پيښو ۶۴ سلنه برخه د همدې ورځپاڼې له لوري خپاره شوي دي.

بد رپوټونه د مهاجرو بدناموي

هسترمن وايي چې د دا شان رپوټونو خپرول خلکو ته غلط ذهنيت ورکوي چې مهاجرو پر وړاندې د بدبينو د رامنځ ته کيدو سبب واقع کيدای شي. هغه وايي: « خلک کولای شي له دې داسې مفهوم واخلي چې ګواګې د ادغام بهير يوه ستره تيروتنه ده».

د جرمونو د څيړنې فدرالي ادارې (بي.کا.اې) په وروستيو کې د هغو جرمونو په اړه څيړنه پيل کړې ده کوم چې په ۲۰۱۳ کال کې قوميت سره په تړاو ترسره شوي دي. دغې ادارې هم موندلې ده چې غيرآلماني وکړي تر ډيره بريده د جرمونو ښکار ګرځيدلي دي.

هسترمن زياتوي چې رسنيو ته په کار ده ترڅو د قضيو پر دواړو اړخونو تمرکز ولري: « ريښتيونلۍ او ښه څيړنه په کار ده، ترڅنګ اړتيا ليدل کيږي چې د ستونزو او ناهيليو ترڅنګ پر شويو پرمختګونو هم رڼا واچول شي».

دغه راز، د هسترمن څيړنې ښودلې ده چې رسنيو د خپلو څيړنو پر وخت په ډيرو لږو حالاتو کې له خپله مهاجرو سره مرکې ترسره کړي دي. هسترمن وايي کيدای شي د دې لامل د ژبې ستونزه وي، هغه دا خبره مني، که څه هم حيرانونکې ده: « آيا آلماني ژورنالستان زيرک ندي!؟»

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف ځخه انڅوريز راپور (26.02.2017):