1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ګوندونه د مهاجرت سياست په اړه څه دريځونه لري؟

۱۳۹۶ مهر ۱, شنبه

آلمان بايد څه شمير مهاجر ومني او د مهاجرت سياست يې څه ډول تنظيم کړي؟ مهاجرت او پناه غوښتنه د آلمان په انتخاباتي کمپاينونو کې له دوو لويو موضوع ګانو څخه شميرل کيږي. خو ګوندونه په اصل کې په دې ارتباط څه غواړې.

https://p.dw.com/p/2kZv6
Symbolbild zur Integration von Asylanten im deutschen Arbeitsmarkt Emblem...
انځور: picture alliance

آیا د مهاجرو نهايي حد مشخص کړل شي؟

په آلمان کې د تازه مهاجرو له پاره داسې يو نهايي حد شتون نلري چې له مخې يې په کال کې يو مشخص شمير مهاجر دغه هيواد ته راشي، ډيری ګوندونه په راتلونکې کې هم نه غواړي چې دغه ډول يو قانون دې رامنځ ته شي.

دغه موضوع مخکې د آلمان د متحد ګوندونو، يعنې د آلمان مسيحي سوسيال او مسيحي دموکرات ترمنځ پر يو تود بحث باندې اوښتې وه. په پايله کې د آلمان صدراعظمه انګیلا مرکل په دې وتوانيده چې د سوسيال مسيحي ګوند مشر، هورست زيهوفر پر وړاندې په دا ډول بريالي شي چې د مهاجرو د نهايي حد تعينولو موضوع دې په انتخاباتي کمپاينونو کې مطرح نشي. د بايرن د سوسيال مسيحي ګوند په طرح کې بيا آلمان ته د تازه مهاجرو شمير، په کال کې ۲۰۰ زره ياد شوی دی.

د دې برعکس، کيڼ اړخ، زرغون، سوسيال دموکرات او د آلمان آزاد دموکرات ګوندونه بيا مهاجرو له پاره د يو نهايي حد د تعينولو له موضوع سره مخالف دي.

خو د«آلمان لپاره بديل» ګوند چې د مهاجرو ضد سياست لري، په دې برخه کې مهاجرو له پاره د نهايي حد تر ټاکلو هم زياته غوښتنه لري. دغه ګوند غواړي چې آلمان ته دې د راتلونکو مهاجرو نهايي حد د هغو مهاجرو د نهايي حد له مخې چې له آلمان څخه اخراجيږي، وټاکل شي.

د مهاجرو د کورنيو د ادغام په برخه کې د ګوندونو سياستونه څه ډول دي؟

په حاضر وخت کې هغه مهاجر چې د پناه غوښتنې يې په آلمان کې منل شوي دي، کولای شي په جنګي سيمو کې د خپلو کورنۍ د پاتې غړو د يو ځای کيدو د پاره عريضه وړاندې کړي. خو هغه مهاجر چې یو کلنې موقتي اقامې يې ترلاسه کړي دي، د هغو د کورنيو د ادغام قانون د ۲۰۱۸ کال تر مارچ مياشتې پورې ځنډول شوی دی.

د آلمان سوسيال دموکرات او زرغون ګوندونه هم د موقتي اقامې لرونکو مهاجرو د کورنيو د ادغام غوښتونکي دي. په دې برخه کې بيا کيڼ اړخې له دې هم زياته غوښتنه لري. دغه ګوند غواړي چې د مهاجرو د کورنيو هغو غړو ته دې وسعت ورکړل شي، کوم چې آلمان ته راغوښتل کيږي. په حاضر وخت کې ښځه کولای شي خپل ميړه او ميړه کولای شي خپله ښځه او همدا رنګه خپل ماشومان آلمان ته راوغواړي، که چيرته د مهاجر عمر له اتلسو کلونو ښکته وي هغه بيا کولای شي خپله خور او ورور هم آلمان ته راوغواړي.

د آلمان مسيحي سوسيال، مسيحي دموکرات او همدارنګه د آلمان آزاد دموکراتيک ګوندونو په خپلو انتخاباتي کمپايونو کې د کورنيو د غړو د ادغام موضوع ذکر کړې نده. د « آلمان له پاره بديل» ګوند غواړي د مهاجرو ادغام په هر ډول چې وي له منځه لرې کړي.

ګوندونه افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج څنګه ارزوي؟

د مسيحي سوسيال او مسيحي دموکرات ګوندونه په خپلو انتخاباتي کمپاينونو کې د «هغو مهاجرو چې د جرم مرتکب ګرځيدلي وي د چټک اخراج» او همدا ډول د هغو مهاجرو له پاره چې د پناه غوښتنې يې رد شوي وي، د سختو تدابيرو د نيولو څخه خبرې کوي.

د آلمان سوسيال دموکرات او زرغون ګوندونو په خپلو انتخاباتي برنامو کې پر دې ټينګار کړی دی چې د رد شويو مهاجرو د اخراج شمير دې ترهر څه د مخه د داوطلبانه بيرته ستنيدو له لارې لوړ کړل شي.

زرغون ګوند بيا د داسې يو قانون غوښتونکی دی چې له مخې يې بايد هغه افراد چې د پناه غوښتنې يې رد شوي دي، خو د « حقوقي دلايلو له مخې چې په کتبي ډول مشخص شوي دي» باید وشي کړای په آلمان کې پاتې شي.

د آلمان کيڼ اړخ ګوند خو لا غواړي چې ټول اخراجونه ودرول شي. د دغه ګوند په انتخاباتي تګلاره کې راغلي دي: « موږ د اخراجونو د فوري درولو د غوښتنې او ټولو ته د اقامې ورکولو له حق څخه ملاتړ کوو».

د آلمان آزاد دموکرات ګوند په خپله انتخاباتي تګلاره کې ليکلي دي: « څوک چې د اقامت حق نلري، بايد فورا اخراج شي».

د آلمان سوسيال دموکرات، زرغون او کيڼ اړخي ګوندونه، افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو اخراج ردوي، په داسې حال کې چې د آلمان مسيحې سوسيال او مسيحي دموکرات ګوندونه بيا په قطعي ډول د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالف ندي.

د«آلمان له پاره بديل» ګوند، نه يوازې دا چې وايي ټول رد شوي مهاجر دې خپلو هيوادونو ته اخراج شي، بلکه غواړي چې «لږ ترلږه د اخراج يو کلنی ميزان» دې هم مشخص کړل شي. په دې مانا چې هر کال دې يو مشخص شمير مهاجر له آلمان څخه اخراج شي.

ګوندونه د مهاجرت څه ډول يو قانون غوښتونکي دي؟

د آلمان سوسيال دموکرات، آزاد دموکرات او زرغون ګوندونه د کانادا د نمونې په څير د مهاجرت د يو نوي قانون غوښتونکي دي.
دغه قانون د يو نمره يې سیستم پر اساس تنظيم شوی دی، چې کوم شخص کولای شي آلمان ته راشي. په دې برخه کې د بيلګې په ډول تحصيلي اسناد، کاري تجربې او ژبې سره بلديا معيارونه ټاکل شوي دي.

د آلمان سوسيال دموکرات ګوند د کار بازار د وضعيت پر اساس، مهاجرو ته د يوې انعطاف پذيرې سهميې غوښتونکی دی. خو د کيڼ اړخ ګوند بيا د مهاجرت دا ډول قانون نه مني.

د آلمان سوسيال دموکرات، آزاد دموکرات، زرغون او د ګين اړخ ګوندونه د آلمان د مسيحي سوسيال او مسيحي دموکرات ګوندونو پر خلاف، نه غواړي چې د آلمان د مهاجرت په قانون کې دې په زياته کچه بدلون رامنځ ته شي. د هغو په عقيده د «مهاجرت او د متخصصو قواوو يو قانون» بايد « له وړاندې مشخصې شوې قاعدې په ځان کې ولري او د اړتيا په صورت کې بايد لا موثره بڼه ونيسي».

Deutschland Rückführung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa /P. Seeger

Bierbach/mks