1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د آلمان حکومت به سقوط وکړي؟

۱۳۹۷ تیر ۲, شنبه

د پناه او کډوالۍ په هکله لانجه اوس د اروپا په سطح مطرح ده. په برلين کې د اتحادي ګوندونو تر منځ همکاري هم له دې کبله له ګواښ سره مخامخه شوې ده. د دغو ګوندونو نظريات سره ډېر وېشلي دي چې نتيجه يې لا معلومه نه ده.

https://p.dw.com/p/307zE
Horst Seehofer und Kanzlerin Merkel
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber

د يوه نقل قول څخه څرګنديږي چې د آلمان د دواړو محافظه پالو ګوندونو، مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو تر منځ روان اوسنی حکومتي جنجال څومره ژور دی. دانيل ګوينتر، چې د شلېسويګ هولشتاين د آيالت لومړی وزير دی، له يوې راډيو سره په مرکه کې وويل چې اصلا لانجه په سرحد کې د خلکو د شړلو په هکله نه، بلکې د اتحادي ګوندونو د دريځ د بدلولو په سر سره دوام لري، څو دغه موقف «ښي لاس ته يعنې د اروپا په لور» متوجه شي. خو د ښاغلي ګوينتر مقصد اوس کومه اروپا ده؟ هغه د زريزې د پای ته رسېدو د وخت اروپا نه ده چې محافظه پال او سوسيال دموکرات ګوندونه پکې حاکم ول. د دې پر ځای د اروپا په مرکز، شمال، اتريش او اوس په ايټاليا کې هم ښي اړخي عوامپال يا په حکومتونو کې شامل دي يا دا چې خپله حتی حکومت تشکيلوي. د کډوالۍ په سر د حل يوه لاره که هر ډول هم وي، بايد د واک او قدرت په سر دغه نوي شرايط هم په پام کې ونيسي.

آلمان به هم ښي اړختوب غوره کړي؟

د اروپا په سطح خبرې اترې په چټکۍ سره روانې دي. د اتريش حکومتي مشر د پنجشنبې په ورځ د مهاجرت په سر د مرکزي او شرقي اروپا له سخت دريځو سياستوالو سره وليدل او د خبرو اترو له پاره ورته دا وظيفه ورکړل شوه څو د دې غم وخوري چې په اصطلاح د کډوالو پر مخ دروازې دې وتړل شي. ايټالويان هم په دغه ډله کې شامل دي، خو د وخت مخکې فيصلو څخه لا ملاحظات لري. د يکشنبې په ورځ به په بروکسل کې يوه غير رسمي نيمايي سرمشريزه روابلل شي چې يوه اوونۍ وروسته د رسمي سرمشريزې مخکې په کې يوه موقته نتيجه ګيري او جاج اخيستل کيږي. خو په اروپايي ټولنه کې حاکم وضعيت ډېر غير متوازن او ګډوډ دی. سربېره پر دې د آلمان د اتحادي ګوندونو تر منځ ژور درز هم موجود دی. خو د آلمان صدراعظمه کېدای شي دا ځل هم ټول خلک حيران کړي: له اتومي انرژۍ څخه د لاس اخيستلو، د عسکري مکلفيت د له منځه وړلو او د يونان د اقتصادي ژغورنې په برخه کې يې هم ځان د خلکو له نظرونو سره عيار کړی او له خپل موقف څخه په اصطلاح ۱۸۰ درجې اوښتې ده. مېرکل د دغسې کارونو په تر سره کولو او د کډوالۍ په بحران کې د خپل دريځ په غوره کولو سره د آلمان مسيحي دموکرات ګوند يو څه ګيڼ لوري يا چپ لاس ته متوجه کړی دی چې له کبله يې په ښي اړخې ساحه کې ځای پيدا شو، چې دغه ځای اوس د آلمان له پاره د بديل ګوند يا آي اف دي خپل کړی دی.
د سوسيال مسيحي ګوند ځانګړی موقف

د آلمان مسيحي سوسيال ګوند چې هورست زېهوفر ورڅخه د آلمان د کورنيو چارو د وزير په توګه نمايندګي کوي د مېرکل اصلي رقيب دی او نه غواړي چې دغه کار هسې وزغمي. په خبره يې بايد د اتحادي ګوندونو ښۍ خوا ته کوم بل ګوند ځای ونه نيسي. مسيحي سوسيال ګوند د مېرکل له مسيحي دموکرات ګوند سره يو ځای د آلمان د ګوندونو په نظام کې يو استثنايي د فراکسيونو اتحاد تشکيلوي. له دې کبله مسيحي دموکرات ګوند نه شي کولای چې په بايرن آيالت کې انتخاباتو ته ودريږي او مسيحي سوسيال ګوند بيا په بايرن کې پاته کيږي او د ټول آلمان په کچه انتخاباتو ته نه دريږي. د فراکسيونو دغه اتحاد کېدای شي اوس مات شي، که مېرکل د اروپا په سطح د مهاجرت ستونزې ته حل پيدا نه کړي. زېهوفر په دغه صورت کې غواړي چې خپلسري تدابير پورته کړي او د مېرکل له صدراعظمۍ څخه سترګې پټې کړي. مېرکل بايد زېهوفر بيا ګوښه کړي، چې کېدای شي مسيحي سوسيال ګوند په نتيجه کې له ائيتلاف څخه ووځي چې له کبله يې حکومت بيا سقوط کوي.     

Symbolbild CDU CSU Fraktion
مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونه د آلمان په پارلمان کې يو واحد فراکسيون تشکيلويانځور: picture-alliance/dpa/R. Goldmann

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (15.05.2018):