1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا پاکستان ته به د ولسمشر کرزي سفر پایلې ولري؟

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ شهریور ۳, یکشنبه

پاکستان ته د افغان ولسمشر د وروستي سفر په اړه بیلابیل نظرونه ورکړل شوي دي. افغان چارواکي له دغه سفر څخه د ښو پایلو تمه کوي خو یو شمیر نور کارپوهان بیا وایي چې د کرزي دغه سفر به د تیرو سفرونو په څیر بې پایلې وي.

https://p.dw.com/p/19Vpx
انځور: DW

ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزی، د دوشنبې په ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته سفر وکړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له کرزي سره به په دغه سفر کې د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا او د افغان حکومت یو شمیر نور غړي چې په اړه يي معلومات نه دي ورکړل شوي، شامل دي.

موسی زي وویل چې دوی د دغه سفر پایلو ته خوشبینه دی. کابل تمه لري چې د نوازشریف مسلم لیګ، ګوند له واکمنیدو وروسته د کابل او اسلام آباد ترمنځ په اړیکې یوه نوي پړاو ته ورداخل شي. موسی زي پاکستان ته ولسمشر کرزي د سفر د موخو په اړه وویل: «د امنیت مسله، په سیمه کې له ترهګري او بسټ پالنې سره جګړه او د دواړو هیوادونو له ګډ دښمن یعني ترهګري سره د ډيري صادقانه او ډیري جدې جګړې له پاره د اسلام آباد د عملي ژمنو د تر لاسه کولو تر څنګ، به د سولي په پروسه کې د پاکستان د دولت د ملاتړ خپلول او د سولې د یوې عملي پروسي پیلول د افغان پلاوي د سفر اصلي محور وي.»

په ورستیو وختونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله خړې شوې دي. افغان حکومت په وار وار پر پاکستان تور لګوي چې د وسله والو ملاتړ کوي او د سولې بهیر پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي. افغان حکومت ادعا کوي چې طالبان خپلواکه نه دي او له همدې کبله د سولې بهیر په پرمختګ کې پاکستان ټاکونکي نقش لوبوي. تر دې مخکې د فرانسې خبري آژانس د افغان چارواکو په حواله لیکلي وو چې د ولسمشر کرزي د سفر په اجند کې په پاکستان کې د طالبانو د بندي قوماندانانو د آزادیدو غوښتنه هم شامله ده.

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس پخپله دا خبره ومنله چې پاکستان ته د خپل راتلونکي سفر څخه ډیرې هیلې نه لري. کرزي تر دې مخکې هم پاکستان ته ۱۹ وارې سفرونه کړي دي. خو اوس اصلي پوښتنه دا ده چې آیا پاکستان ته د ولسمشر کرزي، وروستی سفر به د هغه له پخوانیو سفرونو سره توپیر ولري او که نه؟ د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان، په دې اړه وایي: «هغه څوک چې افغان هیات یې لیدو ته روان دی پخپله اعلانوي چې له طالبانو سره اړیکې لري خو پر هغوی اغیزې نه لري، طالبان سولي ته حاضرولای شي مګر د سولې تضمین نه شي کولای. نور نو اړتیا نه پاتې کیږي چې یا ولسمشر او یا بل چارواکی پاکستان ته سفر وکړي ځکه له پاکستان څخه څوک اخلاص او صداقت نه شي ترلاسه کولای.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کارپوهان پیا په دې باور دي چې په پاکستان کې د نوازشریف په مشري نوی حکومت به د افغانستان او پاکستان د اړیکو له ښه کیدو سره مرسته وکړي. د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي ښوونکی فیض الله جلال، وایي ښایي د کرزي دغه سفر د حالاتو له ښه کیدوسره یو څه ګټه وکړي ځکه دهغه په خبره د نوازشریف مسلم لیګ ګوند هم له کرزي او هم له طالبانو سره پخوانۍ اړیکې لري. هغه زیاتوي: «کرزی هڅه کوي چې نواز شریف پر دې خبره متقاعد کړي چې د ده غوښتني ومني. د دغو غوښتنو به سر کې د سولې له پروسي څخه د پاکستان د ملاتړ راځي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې ده چې پاکستان ته د جمهور رئیس حامد کرزي سفر ښې لاسته راوړنې ولري او په پایله کې د افغانستان د سولې په بهیر کې پرمختگ وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب