1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا تازه هوا په رښتیا هم روغتیا ته ګټه رسوي؟

۱۳۹۶ بهمن ۲۳, دوشنبه

له کوچني والي څخه اورو چې بیرون تازه هوا ته ولاړ شئ او تنفس یې کړئ. له دې خبرو داسې ښکاري چې تازه هوا به زموږ روغتیا ته ډیره ګټوره وي، او آن داسې ادعا هم کیږي چې تازه هوا موږ له سرطان ناروغۍ ساتي. خو آیا همداسې ده؟

https://p.dw.com/p/2sVEo
Waldspaziergang
انځور: Monkey Business Images

تازه هوا په طبیعي چاپیریال کې د یخې او له هر راز ککړتیا پرته هوا ته ویل کیږي. دا هم یو حقیقت دی چې دغه راز هوا هر چیرته نه موندل کیږي. د بیلګې په توګه په چین کې د ځینو ښارونو هوا دومره ککړه شوې چې چینایان اړ دي د تازه هوا ځانګړې خلطې یا کڅوړې له ځانه سره انتقال کړي ترڅو د اړتیا په صورت کې په خلطو کې تازه هوا څخه ګټه پورته کړي.

په یوه بنده خونه کې، په چټکۍ سره اکسیجن په هوا کمیږي. کله چې د کاري میز تر شا کښینئ، ستاسې د نفس اخیستو بڼه سطحې او کمه وي. د دې کار لامل ستړیا او د تمرکز نه شتون دی.

برعکس په تازه یا خلاصه هوا کې تمرین او ورزش کول، د دې لامل کیږي چې په ژوره توګه تنفس وکړو. په دې ترتیب موږ ډیر اکسیجن اخلو او له خپلو سږو څخه بیکاره هوا بهر کوو. د دې کار په پایله کې د انسان بدن ډیره انرژي پیدا کوي او حالت یې ښه کیږي.

دغه څه په خرابه یا ککړه هوا کې هم نتیجه ورکوي. که چیرته ستړي ستومانه یاست، له خپل ځایه بهر ووځئ او تازه هوا تنفس کړئ. تر لنډې مودې وروسته به د خپل حالت د بدلون احساس وکړئ.

د تازه هوا په  هکله د تجربې له پاره په کوریا کې یوه ډاکټر ۴۳ زړې میرمنې په ځنګله کې د یو ساعت قدم وهلو له پاره ولیږلې او ۱۹ نورې یې بیا ښار ته د قدم وهلو له پاره واستولې. تر دې کار مخکې او وروسته ترسره شوې معاینو ښوولې چې د هغو میرمنو د وینې فشار چې په ځنګل کې یې قدم وهلی وو، د پام وړ ټیټ شوی وو. د دغو میرمنو د رګونو د انقباض او انبساط حالت هم ښه شوی وو. هغوی چې ښار ته لیږل شوې وې، برعکس یې په حالت کې هیڅ تغییر نه وو راغلی.

په عین وخت کې په جاپان کې ترسره شوې یوه څیړنه هم وایی چې په ځنګله کې قدم وهل د وینې فشار، د زړه ضربان او د رواني فشار هورمونونه کموي.

سربیره پر دې، په ټوکیو کې د نیپون د روغتیا ښوونځي موندلې چې په ځنګله یا تازه هوا کې قدم وهل د انسان په بدن کې د «حجرو طبیعي وژونکی» فعالوي. دغه څه د انسان د دفاعي سیستم یو داسې عنصر دی چې له سرطان سره مقابله کوي.

له سرطانه د مخنیوي لارې چارې: