1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا په آلمان کې کډوال ښځینه پولیسو ته بې احترامي کوي؟

۱۳۹۴ مهر ۲۲, چهارشنبه

یوې آلمانۍ پولیسې د خپلې دندې او ورځنیو تجربو په اړه یو کتاب لیکلی دی. هغې ویلي چې د دندې پر محال له فزیکي حملو او بې احترامي سره مخامخ شوې ده. د دې لیکوالې په وینا د دې پیښو ډیری عاملین نارینه مسلمانان وو.

https://p.dw.com/p/1GnnZ
Tania Kambouri
تانیا کمبوري د خپلو ورځینیو تجربو په اړه کتاب لیګلیانځور: Sascha Kreklau / Piper Verlag

تانیا کمبوري په دې وروځو کې ډیرې مرکې کوي او په یوې مرکې کې یې ویلي دي چې د هغې د ورځیني ژوند یوه برخه دا ده چې هره ورځ له سپکاوي، بدو خبرو، وهل کیدو او ټیلو سره مخامخیږي. کمبوردي وایي چې هغې ته د یوې ښځینه پولیسې په ډول احترام نه کیږي، او زورول کیږي.

دا میرمن په خپل کتاب کې «آلمان تر شنې رڼا لاندې- د یوې ښځې بیړنۍ غوښتنه» کې لیکي دي چې د حکومت اجراییوي ځواک د له منځه تلو په حال کې او د پولیسو پر وړاندي تاوتریښوالی د ډیریدو په حال کې دی. د دې کتاب یوناني الاصله لیکواله وایي چې مسلمان کډوال د دې تاوتریښوالي یوه لویه برخه جوړوي. ایا دا یوازې د یوې ښځینه پولیسې لیدلوری دی او که په رښتیا هم د اندیښنې وړ داسې یو بهیر رامنځته شوی دی چې د ټولني ستنې لرزوي؟

د کارپوهانو له خوا د دې کتاب منتقدانه ارزونه

د جرم پیژندنې پلټونکی بنسټ د آلمان په نیدرزاکسن ایالت کې په ۲۰۱۲کال کې د ښځینه پولیسو پر وړاندې د تاوتریښوالي په اړه پلټنې کړي او په دې اړه ۱۸۴۴۳تنو پولیسو معلومات وړکړي دي. د هغوی د معلوماتو له مخې د مسلمانو کډواله کورنیو د ځوانانو له خوا تاوتريښوالی تر یو حده ډیر ښودل شوی. دا تاوتريښوالی په مختلفو ډولونو تر سره شوی لکه پر پولیسو باندې چیغي وهل، په لغته وهل، د چړې حملې، وارونه او کوزارونه کول.

Christian Walburg, Kriminologe
والبرګ: د مسلمانانو او غیر مسلمانانو له خوا جرمونو کې توپیر نشتهانځور: privat

ښځینه پولیسو د دې بنسټ غړو ته ویلي دي چې هغوې ته کم احترام کیږي خو د نارینه همکارانو په تناسب یي پر دوې کمې حملې کیږي. دا هغه څرګندونې دې چې ښایي تانیا کمبوري هم ورسره هم نظره وي.

د جرم پیژندنې په برخه کې د ماکس پلانګ پلټونکي بنسټ دا ثابته کړې ده چې معمولا ترکي ځوانان پر پولیسو ډیر باور لري او له همدې کبله ډیر کم وخت هغوی له پولیسو سره فزیکي برخورد کوي. د کډوالی په برخه کې پلټونکې ورنر شیفاور، وايي: «ډیری آلماني مسلمانان د تاوتریښوالي خلاف دي.»

د کډوالی په برخه کې یو بل پلټونکی کلاوس، په دې اړه وایي: «د ادغام پروسه له هغه څه چې خلک یې فکر کوي په ډیر ښه شکل روانه ده.» پلټونکي په دې اړه فکر کوي چې د کډوالی له ډیریدو سره سم به د پولیسو پر وړاندې تاوتریښوالی تر کومې کچې پورته شي.

Projekt RAD der Polizei Duisburg
يورګن کیش کمیر (چپ): پولیسو سره تاوتریښوالی مذهب سره تړاو نه لريانځور: Polizei Duisburg

د پولیسو پر وړاندې د کډوالو چلن د ټولنې لپاره خطر؟

آلماني جرم پیژندونکی کریستان والبورک، له ۲۰۰۲کال څخه راهیسي د دوه تنکې ځوانان چې هغه وخت ۱۳کلن وو څاري. والبورګ د دې ځوانانو د تاوتریښوالي او له پولیسو سره د بد چلن په اړه هم څیړنې کوي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ د میلمه کارګرو په دوم او دریم نسل کې د جرم او تاوتریښوالي شاهدان یو. خو دا بهیر د ټولو منابعو پر بڼه اوس د کمیدو په حال کې ده.»

والبورګ زیاتوي چې که څه هم په دویسبورګ ښار کې ۲۰سلنه ځوانان ترکان دي خو د ترکي او د هغوی آلماني همزولو تر منځ کوم خاص توپیر نه شته.

د کریستان والبورګ په وینا د کډوالو له کورنیو څخه ۵یا ۶سلنه ځوانان پولیسو ته بې احترامي کوي او په آلماني اوسیدونکو کې هم همدا شمیر ځوانان دا کار کوي.

د کډوالی پلټونکي په دې اړه له هغه سره هم نظره دي. خو هغوې وایي چې دا ستونزې په هغو کورنیو کې رامنځته کیداې شي چې پرې دودونه حاکم وي، اجتماعي او کاري اړیکې یې کلکې نه وي. هغوې په دې باور دي چې زده کړه او ادغام د هغو ستونزو د حل لاره ده چې تانیا کمبوري په خپل کتاب کې په ګوته کړې دي.

Projekt RAD der Polizei Duisburg
په دویسبورګ ښار کې د پولیسو ارتباطي مسوول له مسلمانه ځوانانو سرهانځور: Polizei Duisburg

د وضعیت پر وړاندي مبارزه

د آلمان تر ټولو پر نفوسه ایالت نارد راین ویستفالین، کې له ۲۰۰۴کال څخه راهیسې په ټولو هغو ادارو کې چې مسلمانانو او مسجدونو سره اړیکي لري مسلکي ماموران په دنده ګمارل شوي دي.

یورګن کیش کمپر، له همدې مامورینو څخه یو دی. هغه ۲۰کاله د اضطراري حالت د ګزمې پولیس په توګه دنده تر سره کړې او کیش هم هغه حالات تجربه کړي دي چې تانیا کمبوري يي په اړه خپل کتاب کې لیکلي دي.

کیش له دویچه ویله سره په خبرو کې وایي: «موږ د پولیسو لانجو ته له مذهب سره تړاو نه ورکوو.» هغه وایي چې له پولیسو سره همکاري په ښه ډول سره مخ ته ځي. هغه نه غواړي چې د ټولو مسلمانو کډوالو په اړه یو نظر ورکړي او وایي چې داسي یو کار د هغه د تجربو خلاف دی.

کیش کمپر وایي چې هغه د هغو آلماني کډوالو د تاوتریښوالي تجربه لري چې له روسیي او د پخواني شوروي له جمهوریتو څخه آلمان ته راغلي دي او اوسمهال لبناني کډوال همداسې چلن کوي. دا په داسی حال کې ده چې د هغه په خبره یوازي ۴۰سلنه لبناني کډوال مسلمانان دي.

له ټولو هغو پلټونکو سره چې دویچه ویله خبرې کړي وايي چې تانیا کمبوري په خپل کتاب کې پر هغو موضوعاتو خبرې کړې دي چې د یوي لویي ستونزه یوه برخه ده او د دې ستونزې په اړه ټولیز او منفي پایلي پایلې نه شي ترلاسه کیدای.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب