1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا په آلماني ښوونځیو کې به پر پړوني بندیز ولګول شي؟

مايکا فيرلات/ بريښنا صابر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

په آلمان کې په یوه نظر پوښتنه کې اکثریت پوښتل شویو ویلي دي چې په ښوونځیو کې دې د نجونو پر پړوني بندیز ولګول شي. خو آیا دهغسې مقررات له حقوقي لحاظه عملي کیدلای شي؟

https://p.dw.com/p/1Ih1M
انځور: picture-alliance/Joker

په آلمان کې نه یوازې د ښوونکو پړوني یا حجاب ته په انتقادي سترګه کتل کیږي بلکې د آلمان خبري آژانس د یوې نمونيي نظر پوښتنې په حواله کابو ۵۱ سلنه پوښتل شوي په دې نظر دي چې په ښوونځيو کې د مذهب په اساس پر پړوني پر سر کولو باید بندیز ولګول شي.

په آلمان کې دمګړۍ ښوونکې او زده کونکې په ښوونځیو کې د پړونې یا حجاب حق لري. په تيرو وختونو کې د ځینو ایالتونو په ښوونځيو کې پر پړوني بندیزونه د محکمو له خوا ونه منل شول. د آلمان د اساسي قانون د فدرالي محکمې د پریکړې په حواله له۲۰۱۵م کال راهیسې پر پړوني یا حجاب عمومي بندیز نه شي لګولای.

د «YouGov» د عامه ذهنیت د پلټونکي انستیتوت د نظر پوښتي په حواله ۱۱ سلنه پوښتل شوي په دې آند دي چې پر حجاب د بندیز له پاره د عمر حد باید نه وي. خو د آلمان برخلاف په ترکیه کې په دې مورد کې محدودتیونه شته دی: هلته انجونو ته د پنځم ټولګي څخه د پړوني پر سرولو اجازه ورکول کیږی.

د«ډي پي ای» په حواله په آلمان کې پر عمومي بندیز غوښتنه ښه عاید لرونکي او زاړه خلک کوي. د سیاسي ګوندونو سره د تړاو له لحاظه که وکتل شي نو د آلمان د زرغون ګوند کم پلویان (۳۸ سلنه) د حجاب د بندیز غوښتنه کوي. تر ټولو زیات د آلمان له پاره د بدیل ګوند «ای ایف ډي» پلویان پر پړوني د بندیز غوښتونکي دي. له دوی څخه ۶۲ سلنه د بندیز پلوي کوي. خو د آلمان مسیحي اتحاد ته د رای ورکونکو ۵۶ فيصده هم وايي چې په ښوونځیو کې د پړوني اجازه باید نه وي.

«د آزادۍ محدودول»

خو د نورنبیرګ - ارلنګن پوهنتون د اسلامي علومو کارپوه ماتیاس روهه په آند په ښوونځیو کې د نجونو پر پړوني بندیز ناسم ګام دی. دی خبرداری ورکوي چې دغه عمل به ډیر مخالفتونه راپاروي.

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دا هم له امکانه لیري خبره ده چې دغسې مقررات دي له حقوقي درکه تطبیق کړای شي. ځکه د نوموړي په آند داسې یو بندیز خو د آزادۍ محدودول دي.

د آلمان د ښوونځيو په قانون کې راغلي چې «ښوونځې د مذهبي او ایدلوژیکي آزادۍ ځای دی» د آلمان د تبعیض ضد فدرالي ادارې مشري کرستینه لودرز د مرکې په ترڅ کې دې موضوع په اړه وویل: «په آلمان کې د مکتبونو زده کوونکي نجوني او هلکان پوره مذهبي آزادي لري. له دې امله پر پړوني بندیز د قانون ضد یو عمل دی.»

په فرانسې کې پر حجاب بندیز

په فرانسه کې لا په ۲۰۰۴م کال کې په ښوونځيو کې د نجونو پر حجاب بندیز لګول شوی. دا چې یوه ورته قانوني مسوده به په آلمان کې هم وړاندې شي له امکانه لیري ده. ځکه په دواړو هیوادونو کې د دولتي چارو او مذهب ترمنځ بېلوالی مختلف دی.

په فرانسه کې په ۱۹۰۵م کال کې لا د مذهب او دولتي امورو د بېلوالي قوانین په اساسي قانون کې ځای پر ځای شوي ول. له دې امله باید ښوونځي هم له دیني سمبولو څخه پاک وي.

د آلمان د ای ایف ډي ګوند په خپله وروستۍ کنګره کې د زده کوونکو له پاره د پړوني بندیز غوښتنه وکړه. د «YouGov» د عامه ذهنیت د پلټونکي انستیتوت د نظر پوښتنې نتایج د ۲۰۲۰ انسانانو په نظر کې د دغه ګوند سره د مخ پر زیاتیدونکي هم نظرۍ څرک ویني.