1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د اسلام آباد کې غوڼډه به سولې ته لار هواره کړي؟

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ تیر ۱۷, چهارشنبه

د افغان حکومت او طالبانو استازو د سه شنبې په ورځ په پاکستان کې د سولې په اړه خبرې اترې وکړي. کارپوهان وایي چې دغه خبرې یوازې په هغه صورت کې پایلي لرلی شي چې ګډون وال یې د ټولو طالبانو د استازیتوب صلاحیت ولري.

https://p.dw.com/p/1FvBG
انځور: picture-alliance/dpa/Sardar

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو هر کلی وکړ. په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د سه شنبې ورځې په غونډه کې دواړو اړخونو د سولې پر موضوع تر خبرو اترو وروسته موافقه وکړه چې د روژې تر میاشتې وروسته به بیا سره وویني.


د افغانستان د چارو کارپوه غفور لیوال له دویچه ویله سره په خبرو کې د ترسره شوې غونډې په اړه په «محتاطانه توګه خوشبینې» څرګنده کړه او ویې ویل چې د غونډې اهمیت د تیرو هڅو په پرتله ډیر دی چې په رسمي توګه تایید شوې ده، سیمه ییز او نړیوال اړخونه په کې ښکیل دي: «زه فکر کوم چې طالبان د مصالحې له پاره د زماني لحاظه هم آماده دي یعني هغه مجبوریتونه چې اوس باید دغه لانجه د دواړو اړخونو له خوا د سولې له لارې پای ته ورسیږي دواړو اړخونو درک کړي دي.»


لیوال وايي چې دغه ټولې موضوعګانې د تیرو خبرو اترو په پرتله د وروستۍ غوندې امنیت ډیروي او له دې کبله دی باور لري چې د مذاکراتو اصلي پړاو ته به لاره هواره کړای شي.په اسلام آباد کې تر غونډې مخکې د طالبانو استازو په بیلابیلو هیوادونو کې له کابل څخه ورغلو پلاو سره لیدلي وو خو دا لومړی ځل دی چې د دغې ډلې غړي له افغان حکومت سره په مستقیم ډول خبرې اترې کوي.


طالبانو تر اوسه پورې د ترسره شوې غونډې په اړه څه نه دي ویلي خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په تویتر ټولنیز پاڼه کې یوه بیانیه خپره کړېی ده چې په کې راغلي دي یوازې د طالبانو سیاسي دفتر به د دغې ډلې کورنۍ او بهرنۍ چارې پر مخ بیایي. که څه هم په بیانیه کې د دې دفتر ځای او غړو ته اشاره نه ده شوې خو تر دې مخکې طالبانو په قطر کې یو سیاسي دفتر پرانیستی وو چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، تر سختو نیوکو وروسته وتړل شو.


طالبانو په چین کې د افغان حکومت او د دغې ډلې د ځینو غړو تر یوې غونډې وروسته اعلان کړي وو چې په ناسته کې ښکیل کسان د هغوی استازيتوب نه کوي او له خپل شخصي موقف څخه په دغو خبرو اترو کې ښکیل شوي دي.
له بلې خوا یو شمیر نور کارپوهان اندیښنه څرګندوي چې په پاکستان کې په ترسره شوې غونډه کې ښکیل کسان د ټولو طالبانو استازیتوب نه شي کولای او له کبله ورڅخه ډیره تمه هم نه شي کیدای.




د طالبانو د چارو کارپوه وحید مژده له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې تر سره شوې غونډه د دې له پاره ده چې طالبان په څو بخشونو وویشل شي او په دې ترتیب سره د هغه په خبره د طالبانو اصلي جناح ضعیفه او د سولې مذاکراتو ته چمتو شي. هغه زیاته کړه: «دا د اورومچې د خبرو اترو دوام ده. هغه وخت هم هغو طالبانو چې ملا عمر یې مشري کوي او په قطر کې یې دفتر پرانیستی وو ویلي وو چې دا خبرې اترې هغوی پورې هیڅ تړاو نه لري او یوازې یو شخصي ابتکار دی.»


مژده زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان د حکومت نیوکو ته د ځواب ویلو په موخه د ښکیل کسانو له مجبوریتونو څخه په استفاده کولو سره دغه خبرې اترې پیل کړي دي چې تر هغه وخته پورې ورڅخه ډیره تمه نه شي کیدای چې د طالبانو رسمي ویاندانو نه وي تایید کړې.

د افغانستان د چارو آلماني کارپوه او د افغان څیړونکو د شبکې بنسټ ایښودونکي توماس روتیګ، له دویچه ویله سره په مرکه کې همدې موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل چې طالبانو تر دې مخکې د چین په خبرو اترو کې د ښکیلو کسانو صلاحیتونه رد کړي وو. هغه زیاته کړه: «موږ دلته یو ځل بیا د قطر د بهیر او د پاکستان په منځګړیتوب سولې بهیرونو تر منځ یو ډل سیالي وینو. اوس نو پوښتنه دا ده چې آیا افغان حکومت دا کار په قصدي توګه ترسره کوي، ترڅو طالبانو په خپل منځ کې وویشي او یا دا چې طالبان رښتیا نه وایي.»

نړیواله ټولنه او افغان حکومت هڅه کوي چې د سولې خبرو اترو له لارې د افغانستان روانې جګړې ته د حل یوه لاره وموندي. روتیګ وايي چې د دې هیڅ کوم ضمانت نه شته چې وروستي خبرې اترې په د سولې رامنځ ته کیدو ته لاره هواره کړي او کنه خو هغه ټینګار کوي چې ټولې لارې چاری باید وآزمویل شي.

Afghanistan Taliban
انځور: AP
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب