1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ابراهیمي د اختر په ورځو کې د اوربند غوښتنه کړې»

۱۳۹۱ مهر ۲۹, شنبه

لخضر ابراهیمي په دمشق کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي. ابراهیمي د اختر پر مهال د سوریې د رژیم او پاڅونکوونکو تر منځ د اوربند پر رامنځ ته کیدو باندې ټینگار کړی دی.

https://p.dw.com/p/16ToI
انځور: Getty Images

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ ځانگړي استازي لخضر ابراهیمې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم، سره لیدلي دي او ویل کیږي چې له هغه سره یې د اختر پر مهال د اوبند اعلانولو پر موضوع باندې هم خبرې کړي دي. ابراهیمي غواړي چې د سوریې رژیم او پاڅون کوونکي د اختر د رخصتیو پر مهال اوربند وکړي او په دې ترتیب سره د سوریې د ۱۹ میاشتینې کړکیچ د پای ته رسولو په لور یو گام پورته کړي.

د بشري حقونو فعالان وایي چې تر اوسه پورې د سوریې په کړکیچ کې له ۳۰۰۰۰ څخه ډیر وگړي وژل شوي دي. دغه فعالان زیاتوي چې یوازې د جمعې په ورځ په سوریه کې له ۲۰۰ ډیر کسان ووژل شول.

لا تر اوسه پورې د ابراهیمې او المعلم د شنبې د ورځې د خبرو اترو جزئیات نه دي خپاره شوي. خو ویل کیږي چې د اسد رژیم غواړی چې پاڅون کوونکي هغوی ته داسې ضمانتونه ورکړي چې د اوربند پر مهال به پر دولتي ځواکونو باندې بریدونه و نه کړي.

ابراهیمي تر دې مخکې د سوریې گاونډیو هیوادونو ته سفرونو کړي ول چې د خپل د اوربند د پلان له پاره د سوریې د ملگرو هیوادونو او د هغه د رژیم د مخالفو هیوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.

په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له دواړو خواو څخه غوښتي دي چې دغه څلور ورځیني اوربند ته غاړه کیږدي. له بلې خوا متحده ایالاتو هم د اوربند له دې پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند ویلي دي: «موږ د اسد له رژیم څخه غواړو چې ټول پوځي عملیات ودروي او له پاڅون کوونکو څخه غواړو چې اوربند ته غاړه کیږي.»

ایران چې د سوریې د رژیم یو له نزدې ملاتړو هیوادونو څخه بلل کیږي ویلي دي چې د اختر د ورځو پر مهال د اوربند د پلان هرکلی کوي خو زیاته کړې یې ده چې اوس د سوریې تر ټولو لویه ستونزه په دې هیواد کې بهرنۍ لاس وهنه ده.

تر دې مخې د اپریل په میاشت کې هم په سوریې کې یو اوربند اعلان شوی وو خو یوازې د څو ورځو په ترڅ کې مات شو. د دې اوربند د ماتیدو پړه د سوریې په جگړه کې دواړو ښکیلو اړخونو پر یو بل باندې واچوله. د دې اوربند تر ناکامۍ څو میاشتې وروسته سوریې ته د ملگرو ملتونو او عرب لیگ پخواني ځانگړي استازي کوفي عنان، له خپلې دندې استعفأ وکړه.

مسعود جهش (رویترز، المان خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض