1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش تر بريدونو وروسته د پناه غوښتني د قانون بدلون غواړي

۱۳۹۶ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

په اتريش کي د مهاجرو تر بريدونو وروسته د پناه غوښتنې پر موضوع بحثونه بیا تاوده سوي دي. دغه هيواد غواړي چي د پناه غوښتني په قانون کي بنسټيزه بدلون راولي.

https://p.dw.com/p/2uF9p
Österreich Innenminister Herbert Kickl
هېربرت کيکلانځور: picture-alliance/picturedesk.com/K. Schöndorfer

د اتريش د کورنيو چارو وزير هېربرت کيکل د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د مارچ ۱۳مه) په ويانا کي وويل چي د پناه غوښتنې قانون بنيادي بدلون غواړي. نوموړي وويل چي هيواد به يې د روان مېلادي کال په دويمه نيمايي کي د اروپايي اتحاديې د دوره يي مشري د دې له پاره وکاروي چي دغه موضوع مطرح کړي.

په اتريش کي د مهاجرت او پناه غوښتنې په تړاو موضوع له هغه وروسته لا توده سوې ده چي د مهاجرو له خوا په دغه هيواد کي د بريدونو او تاوتريخوالي پيښي رامنځ ته سوې. په دې ترڅ کي يوه افغان پر پوليس بريد کړی او بل افغان پر يوې اتريشۍ کورنۍ بريد کړی ؤ. په دريمه پېښه کي يوه مصري پر اتريشي عسکر بريد کړی وو. دغو پيښو په اتريش کي د خلکو سخت غبرګونونه راوپارول.

د کورنيو چارو وزير وويل چي د مهاجرت او پناه غوښتنې د قانون په تړاو «زړه ورو» اقداماتو ته اړتيا سته. هغه وويل چي د اړينو اساسي تغيراتو له پاره به په اروپا کي د ملګرو هيوادونو د ملاتړ تر لاسه کولو له پاره هڅه وکړي. خو نوموړي دا نه کړه څرګنده چي هيواد يې څه ډول بدلونونه غواړي. خو دغه سياستوال وويل چي د پناه غوښتنې قانون د ګلوبلايز سوي نړۍ په پېر کي اړتياوو ته سم جواب نه وايي.

په داسي حال کي چي تر سوريايانو وروسته د افغان مهاجرو ډله په اتريش کي د پناه غوښتونکو تر ټولو لويه ډله ده، د اتريش حکومت غواړي چي د رد سوو افغان مهاجرو اخراج چټک کړي.