1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان په ټاکنو کې ګټونکی اعلان شو

۱۳۹۷ تیر ۴, دوشنبه

د ترکیې د ټاکنو عالي شورا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان بریالیتوب تائيد کړ. د اردوغان د عدالت او توسعې ګوند مشر په پارلماني ټاکنو کې هم تر ۴۲ سلنو ډیرې رایې گټلي وې.

https://p.dw.com/p/30Cx3
Wahlen Türkei - Erdogan erklärt sich zum Sieger
انځور: picture-alliance/AA/K. Ozer

په ترکيه کې د اپوزیسیون ډلو هیله درلوده چې ټاکني به دویم پړاو ته وغځیږي، خو د ټاکنو د عالي شورا په تائيد اعلان وشو چې اردوغان په همدې لومړي پړاو کې بریالی دی او هغه به د ولسمشر په توګه پر خپله دنده باقي پاته شي.

د ټاکنو د عالي شورا مشر د دوشبنې په ورځ (د جون میاشتې په ۲۵) په انقره کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې چې د تلویزون له لاري په ژوندۍ بڼه خبریده اعلان وکړ چې اردوغان د رایو مطلق اکثریت ترلاسه کړی دی. د هغه په خبره شاوخوا ۹۸ سلنه رايي شمارل شوي دي.

اردوغان څو ساعته مخکې تر هغې چې د ټاکنو پایلي اعلان شي په استانبول کې د خپلو پلویانو تر منځ را څرګند شو او د خپل بریالیتوب خبر یې ورکړ. هغه ويل: «زموږ ملت د حکومت د رهبرۍ او د جمهوري ریاست مسئولیت ما ته سپارلی دی».

اردوغان البته زیاته کړې وه چې دغه نتایج غیر رسمي دي. هغه دا هم وويل چې د عدالت او توسعې ګوند په مشرۍ د رای ورکونکو ائتلاف ((AKP یې په مطلق اکثریت سره پارلمان ته استولی دی.

تر اوسه پورې د رایو د رسمي پایلو پر اساس اردوغان ۵۲،۵ سلنه، محرم اینجه ۳۰،۷ سلنه، صلاح الدين دیمرتاش ۸،۳ سلنه، میرال آکشنر ۷،۳ سلنه، تمل کرم اوغلو ۰،۸ سلنه او دوغو پرینچک دوه سلنه رايي ترلاسه کړي دي.

د پارلماني ټاکنو د ۸۰ سلنه شمارل شویو رایو پایلې ښيي چې د اردوغان د عدالت او توسعې ګوند ۴۳ سلنه رایې خپلې کړي دي او د عدالت او توسعې ائتلافي ګوند «حرکت ملي» هم ۱۱ سلنه رایې گټلي دي.

د ترکیې رسمي خبري آژانس انادولي په حواله په دې توګه نو دولتي ائتلاف د پارلمان له ۶۰۰ چوکیو څخه ۳۴۰ یې ګټلي دي.

د خلق جمهوري غوښتونکو په رهبرۍ د «ملت ائتلاف» چې د منځلارو چپیانو څخه تشکیل شوی دی او شاوخوا ۲۲ سلنه رايي یې ترلاسه کړي دي دي، دویم ځای یې نیولی دی. د خلق دیموکراتیک ګوند تر لس سلنه لږ ډیري رایې ترلاسه کړي دي او په دې ترتیب سره یې پارلمان ته لاره موندلې ده.